ایکنا(کربلا) د حضرت ابا عبدالله الحسین (ع) ماتم کوونکو او ویرجنو په کربلا او د امام حسین (ع) په زیارت کې، په لاسونو کې د قرآنکریم په نیولو سره د محرم د ماتم په مراسمو کې ګډون او په ډنمارک او سویډن کې یې د قرآنکریم له بې حرمتی سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د ایکنا د خبر له مخې، حسیني زیارت کوونکو او ماتم کوونکو، د محرم په شپو او ورځو کې د ابا عبدالله الحسین (ع) په زیارت کې د حسیني ماتم په مراسمو کې ګډون کړی او د قرآنکریم په لاس کې لرلو سره یې په سویډن او ډنمارک کې د وحي د کلمې له بې حرمتۍ سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.