ایکنا د پارس ټوډي په حواله راپور ورکوي چې، د دمشق په څنډه کې د سیده زینب په ښار کې د چاودېدونکو توکو یو موټر په نښه کړ چې له امله یې یو شمېر کسان شهیدان او ژوبل شول.
د ځینو سرچینو په وینا، چاودنه د دمشق په څنډه کې د سیده السلام هوټل ته څېرمه شوې ده.
د لبنان د « العهد » خبري آژانس هم په دې پېښه کې د ۴ تنو د شهادت خبر ورکړی دی.
د المیادین ټلویزیوني چینل په یو راپور کې اعلان وکړ: په تېرو دوو ورځو کې د دوهم ځل لپاره د دمشق په سویل کې د سیده زینب په سیمه کې، د چاودنې له امله یو تن شهید او څلور کسان سخت ژوبل شول.
تر اوسه د دې چاودنې نور جزیات نه دي خپاره شوي.