ایکنا د روسیې ایلیوم په حواله خبر ورکوي چې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ګوند په یوه سیاسي غونډه کې چاودنې لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
یوه ځايي چارواکي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې د وژل شویو شمېر ۵۰ او د ټپیانو شمېر تر ۱۵۰ ډېر ښودلی دی.
له افغانستان سره پولې ته نږدې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ښار کې د پولیسو یوه چارواکي اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په کنفرانس کې کله چې د دغه ګوند یو مهم چارواکی د وینا کولو لپاره راپاڅیده، بم وچاودېد، چې ټول یې له خاور سره خاورې کړل.
د پاکستان بلوچستان او شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا صوبې چې مرکز یې پېښور دی، په وروستیو میاشتو کې د ترهګریزو بریدونو او د امنیتي ځواکونو په ګډون، د سلګونه کسانو د وژل کېدو شاهدان دي.