ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د صهیونیسټي رژیم نیواکګر پوځ لوی درستیز «هرتزي هالوی» د شمال سیمې له قومندان « اوري ګوردین» او د تل ابیب له څو نورو پوځي چارواکو سره یوځای په شمالي سرحدونو کې په موجود امنیتي حالت غور وکړ.
د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوی درستیز او ورسره پوځي قومندانانو په دغو سرحدونو کې وروستۍ پېښې او د شمال سیمې د پېښو د شنډولو لپاره د «الجلیل» لیوا په اقداماتو باندې غور وکړ.
الجلیل لیوا یا «جولاني لومړنۍ لیوا »د صهیونیسټي رژیم د پوځ د ځمکني ځواک پلي ځواکونه دي، چې د نیواکي ټاټوبو په شمالي سرحدونو کې دېره دي.
د صهیونیسټي رژیم پوځ ته په نیواکي فلسطین کې د قضايي اصلاحاتو په پلان باندې د اعتراضونو د غځېدا له وخت راهیسې د تل ابیب امنیتي چارواکو او پوځي ټولنو په ځلونو په شمالي سرحدونو کې د لبنان د حزب الله غورځنګ د شتون او د فعالیتونو په هکله خبرداری ورکړی دی.