IQNA

د صهیونیسټانو پر ضد د مقاومت ۲۴ عملیات ترسره شوي

12:32 - August 05, 2023
د خبر لمبر: 3487737
ایکنا – (فلسطین) د فلسطین د اطلاعاتو مرکز معطي خبر ورکړی چې په تېره شپه او ورځ کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۴ مقاومتي عملیات ترسره شوي دي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه او د بیت المقدس په نیول شویو سمیو کې د صهیونیسټانو پر ضد ۲۴ مختلف مقاومتي عملیات ترسره شوي دي.

دغه راپور زیاتوي چې د صهیونیسټانو پر ضد د فلسطینیانو په عملیاتو کې ۶ ډزې، ۲ بمي چاودنې، د ښاګوټه مېشتو له بریدونه سره مقابله او له اسرائیلي نیواکګرو سره ۱۴ نښتې شاملې دي چې په ترڅ کې یې یو اسرائیلي پوځي هم ټپي شوی دی.

صهیونیسټان د خپلو پراختیایي موخو د ترلاسه کولو لپاره، هره ورځ د فلسطین پر مختلفو سیمو حملې کوي او په دروغجنو ادعاګانو سره فلسطینیان نیسي، ژوبلوي او یا شهیدانوي. مقاومتي ځواکونه هم د عملیاتو په ترسره کولو سره، د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته ځواب ورکوي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i136678

captcha