IQNA

پر مسلمانانو د افراطي هندوانو د برید په وړاندې د هند د لومړي وزیر فکري چوپتیا

14:22 - August 13, 2023
د خبر لمبر: 3487781
ایکنا- (هند)د هند د هریانا ایالت په ګوروګرام ښار کې د افراطي هندوانو د بریدونو له وېرې تر درې زرو ډېر مسلمانان خپل کورونه پرېښي دي. په دغه ښار کې د مسلمانانو دوکانونه هم تړل شوي دي.

ایکنا د پارس ټوډې خبر ورکوي چې په یاده سیمه کې وروسته له هغې چې په یوې شخړه کې اووه تنه ووژل شول، مسلمانانو د خپل ژوند د خونديتوب په موخه د خپلو کورونو او هټیو په تړلو سره له یاده ښار ووتل.
د هند د ګجرات او اترپردیش ایالتونو او حتی په نوي ډیلي کې د هند په مختلفو سیمو کې پر مسلمانانو باندې د افراطي هندوانو د بریدونو وحشتناک تاریخ ته په پام سره، د ګوروګرام په مسلمانانو کې دا ویره شته چې دا ځل به د هریانا په ایالت کې خونړی تاوتریخوالی تکرار شي.
په دې اړه د سیاسي چارو کارپوه کي ایم سینګ وایي: "اصلي پوښتنه چې د هند په څو توکمیزو او مذهبي ټولنو کې راپورته کیږي دا ده چې د دې هیواد خلک باید څومره وخت په خپل هیواد کې بې ځایه شي؟
نه یوازې مسلمانان، بلکې نور اقلیتونه هم د سخت دریځو له بریدونو خوندي نه دي او تل ځورول کېږي، په ځانګړې توګه په هغو ایالتونو کې چې د هندو بی جے پی ګوند سیمه ایز واک لري او افراطیان د مسلمانانو د ځورولو لپاره د فرصت په توګه کاروي.
د هند د هریانا ایالت په ګوروګرام ښار کې د جولای په ۳۱ مه د هندو افراطیانو او مسلمانانو ترمنځ له نښتو وروسته تاوتریخوالی پیل شو.
د ګډوډۍ د کنټرول لپاره د هندي پولیسو د هڅو سره سره؛ په مسلمانانو باندې محدود بریدونه دوام لري، خو هغه څه چې د هند مسلمانان، په ځانګړې توګه د ګوروګرام مسلمانان یې اندېښمن کړي، هغه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي پر وړاندې د اعتماد رایې د اخیستو په برخه کې د هغه د مخالفینو ناکامي ده.
په شمال ختیځ ایالت مانیپور کې د افراطي هندوانو د جنایتونو په وړاندې د مودي چوپتیا د هند د خلکو په ځانګړې توګه د مسلمانانو په منځ کې د دې لامل شوې چې د RSS او شیوسینا افراطي ډلې په ډیر قوت او اعتماد سره پر مسلمانانو بریدونه وکړي.
په عین حال کې، په مانیپور کې توکمیز کړکیچ دوام لري، هندو افراطیان په ګوروګرام کې د مذهبي جګړې د شدت د کمولو په اړه هیڅ لیوالتیا نه لري او دا د دې لامل شوی چې مسلمانان له دې ښار څخه ووځي.
په دې اړه د هند د مسایلو کارپوه علي علايي وایي:

"په هند کې د هندو افراطي ډلو ځواک د هندو بهارتیا جاناتا ګوند د ځواک فعالیت دی چې له همدې امله، د هند په پارلمان کې اپوزیسیون ونه توانیدو چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په وړاندې د عدم اعتماد رایه تصویب کړي ځکه چې په مانیپور ایالت کې د روانو جنایتونو په وړاندې د هغه چوپتیا به یقینا افراطي هندوان د خپلو جنایتونو په دوام کې نور هم زړور کړي.
په همدې حال کې پرتاب سنګ، د هاریانا ایالت په ګروګرام سیمه کې د مسلمانانو قبرونو او دوکانونو ته اور اچول او مسلمانان له یادو سیمو څخه کورونو او هټیو پرېښودو ته اړ کول په مذهبي او قومي برخه کې له هند څخه د ناوړه پیغام د انعکاس لامل بولي.
هغه څه چې په دې هیواد کې د زیاتو اندیښنو لامل شوي د هندو افراطیانو د جنایتونو په وړاندې د لومړي وزیر نریندرا مودي او د بی جے پی د نورو مشرانو چوپتیا ده.
له همدې امله د هند خلک د هریانا ایالت په ګډون د هندوانو د سخت تاوتریخوالي په کیسه کې د هند د لومړي وزیر او د مرکزي حکومت د پرېکنده مداخلې په تمه دي، څو په دغه هېواد کې سوله او امنیت راشي. ځکه چې د قومي شخړو دوام د هند پر ملي یووالي ویجاړونکې پایلې لرلی شي.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137038

captcha