IQNA

د فیلیپین په ترټولو پخواني جومات کې د اسلام لرغونی میراث (انځورونه)

23:21 - August 14, 2023
د خبر لمبر: 3487784
ایکنا – (فیلیپین) لومړی جومات چې په فیلیپین کې جوړ شوی، د سیمه ایز عامه کلتور د داستانونو له مخې، د کریم مخدوم په نوم د یوه عربي سوداګر او مبلغ له لوري په ۱۳۸۰ میلادي کال کې جوړ شوی او د سویل ختیځ آسیا یو له ترټولو پخوانیو جوماتونو څخه ګڼل کېږي.

ایکنا د عرب نیوز په حواله راپور ورکوي چې، د سیمه ایزو افسانو له مخې، د شیخ کریم مخدوم د جومات ستنې، په تاوي تاوي(Tawi-Tawi)  ولایت کې د خرابېدو وړ نه دي. دا ستنې په تېرو شپږو پېړیو کې له زیانونو څخه روغې پاتې شوې دې او تر نن پورې پر خپل ځای دي.

د فیلپین په پوهنتون  کې د اسلامي مطالعاتو مؤسسې مشر پروفسور جولکیپلی وادی (Julkipli Wadi)وویل: په څوارلسمې پېړۍ کې د شیخ مخدوم د جومات جوړېدل، په فیلیپین کې د اسلامي کولو پیل وو او دا پېښه ۲۰۰ کاله پخوا د سویل ختیځې آسیا په دې برخه کې د مسیحیت له راتلو او د اسپانیا له نیواک څخه وړاندې رامنځته شوې ده.

وادي وویل: د جومات د پخواني ستنو د لیري کولو لپاره بېلابېلې هڅې وشوې چې د ځینو لاملونو له امله، هغه هڅې ناکامې وې. له دې مخې، ځینو کسانو فکر کولو چې ستنې د برکت سرچینې دي او خلکو د طلسم په توګه له هغه څخه د استفادې او د ځینو برخو په اخیستلو پیل وکړ. دا کار د دې لامل شو چې سیمه ایز دولت په پلاستیکې پوښ سره له ستنو څخه مخنیوی وکړي، ترڅو خلک ونه شي کړای له ستنو څخه څه واخلي.

دا جومات په ۱۹۴۱ کال کې د جاپانیانو د یرغل په جریان کې - هغه مهال چې له ستنو پرته ټول شیان په ایرو بدل شول -  وسوځېد او په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې بیا ورغول شو او د مرمتي کارونه یې هم په دې وروستیو کې ترسره شوي دي. په ۲۰۱۳ کال کې، د فیلیپین د هماغه وخت ولسمشر، بنیګنو آکینو جمهوري قانون لاسلیک کړ چې پکې د شیخ کریم المخدوم جومات د ملي تاریخي عطف ټکی اعلان شوی وو.

شیخ مخدوم د اووه افسانوي تبلیغ کوونکو څخه وو چې د سیند له لارې فیلیپین ته راغلی او اسلامي یې د میندانائو او سولو ولایتونو ته معرفي کړی دی. دوی ټولو نقشبندیه څانګې پورې تعلق دردلود چې په مرکزي آسیا کې پرمختګ وکړ په پایله کې د هند براعظم په ځانګړې توګه ننني ګجرات ته ورسېد.

د فیلیپین د پوهنتون د اسلامي مطالعاتو له مؤسسې څخه  پروفیسور داروین ابصاري (Darwin Absari)  وویل: دا جومات په هېواد کې د اسلام لرغوني فیزیکي نښې دي او هېواد د آسیا په سویل ختیځ کې د مسلمانانو له سترې ټولنې او له ټولې اسلامي نړۍ سره نښلوي.

د میندانائو ایالیتي پوهنتون استاد پروفیسور ناصر کدیل (Nasser Kadil) وویل: دا جومات د دې ښکارندويي کوي چې اسلامي په دې سیمه کې ژورې رېښې لري او دا د سویلي مسلمانانو ټولې سیمې ته ویاړ دی.

هغه زیاته کړه: د لرغوني جومات درلودل د ویاړ ځای دی او پر دې دلالت کوي چې شیخ مخدوم او ډله یې په پیل کې په تاوي تاوي کې حضور درلود، له دې امله، اسلام په فیلیپین کې له دې سیمې څخه پیل شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4161956

captcha