ایکنا د پارس ټوډي د رپورټ له مخې خبر ورکوي چې، د افغانستان په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کې د کارکوونکو اتو ډیپلماټانو د شهادت پنځویشتمه کلیزه پرون د ایران په خارجه وزارت کې ولمانځله شوه.په دغو دستورو کې چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان، د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د بهرنیو چارو د وزارت د ځینو نورو چارواکو او د مزار شریف د شهیدانو د کورنیو په شتون سره ترسره شوې، خارجه وزیر په یوه وینا کې په افغانستان کې د بهرنیو چارو د وزارت د شهیدان د مقام د قدرونې په ترڅ کې، د کنسولي او سفارتي دندې د ترسره کولو په مهال د دغو شهید شویو مظلومو همکارانو د حقوقو په تعقیبونې او ترلاسه کونې ټینګار وکړ.په دغو مراسمو کې د شهید شویو سفارتکارانو د کورنیو ځینو غړو هم په افغانستان کې د خپلو همسرانو او پلرونو د شهادت په هکله ویناوې وکړې او د مزار شریف د شهیدانو له لمانځغونډې یې قدرونه وکړه.هغوي هم داشان «ډیپلماټ شهیدانو د ورځې» په توګه د هیواد په کال هینداره کې د یوې ورځې د ټاکل کیدو غوښتنه وکړه.