IQNA

د شېراز د ترهګریز برید تر شا د ګڼو جاسوسي ادارو لاس دی

15:43 - August 15, 2023
د خبر لمبر: 3487791
ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، سردار رمضان شریف په دې خبرې سره چې دښمنان تل هڅه کوي چې د یولړ لانجو په جوړولو سره، یو رسنیز کار پلان کړي، وویل: د خلکو په عمومي زیارت باندې یرغل د دښمنانو ډېر زیات ذلت او سپک کار دی.

سردار رمضان شریف دې ټکي ته په اشارې سره چې په کومو کسانو چې د شاه چراغ د حرم په پېښه کې د لاس لرلو شک کېده، هغه نیول شوي دي، څرګنده کړه: دښمن د شاهچراغ په ترهګرې پېښې کې د مذهبي او قومي اختلافاتو د پراخولو او د ګاونډي هېوادونو ترمنځ د درز او اختلاف د رامنځته کولو په لټه کې دی.

د سپاه پاسدارانو ویاند په دې خبرې سره چې داعش او د ایران د ملي ګټو مخالف ترهګر په خپلو کې یو شوي دي او دا د ایران د اسلامي انقلاب د دښمن وروستۍ هلې ځلې دي، ټینګار وکړ: ترهګرو ته به خامخا پریکنده ځواب ورکړل شي.

د فارس ولایت د عدلیې مشر حجت‌الاسلام «سید کاظم موسوي» د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په پاک حرم باندې د حملې د اصلي ترهګرو د هویت په هکله وویل: دغه نیول شوی کس په خپلو ابتدايي تحقیقاتو کې ځان، د  «رحمت الله نوروزف» په نامه د تاجکستان وګړی معرفي کړی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137152

captcha