ایکنا – (مالیزیا) د دوو تنکیو ماشومانو په زړه پورې ویډیو چې د قرآن حفظ کوي او د هغوی تمرین د ټولنیزو پاڼو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، د دوو کوچنیانو د قرآنکریم حفظ کولو ویډیو، چې له خپلې مور سره تمرین کوي، د ټولنیزو پاڼو د کاروونکو پراخ پام ځانته اړولی دی.
په دې ویډیو کې دوه ماشومان د البقرې، کوثر، عبس، ناس، قلم او تکویر سورتونو آیتونه تلاوت کوي.