ایکنا د السومریه له قوله راپور راکړ، د عراق بغداد د دوشنبې په ورځې د قرآن کریم د خوشنویسۍ دنندارتون د پرانستو شاهد ؤ. دغه نندارتون د عراق د خوشنویسۍ د ټولنې په ملتیا سره او د کلتور، ټوریزم او لرغونو آثارو د وزارت د عمومي هنرونو د ادارې په وسیله ترسره کیږي.
دعراق د کلتوري چارو وزیر احمد فکاک البدراني ،ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل، د خوشنویسانویوې ډلې په شخصي هڅو سره له درست عراقه د قرآن کریم د خوشنویسئ نمونې غونډې کړي دي.ددوي په وینا دغه اقدام یو بې مخینې هنری کار او ستره تجروبه وه چې له هنر سره د عراقیانو د عشق ښودونکی دی.
هغه دې ته په اشارې سره چې دغه آسماني کتاب تل د فرقو،مذهبونو او د مونږ د ټولنې د مختلفو برخو د یووالی او اتحاد زمینه ده ،روښانه کړه ؛د لومړي وزیر په فرمان سره ،د خوشنویسانو له خوا د کتابت شوي قرآن د چاپ لپاره یوه مخصوصه چاپخانه رامینځة شوې ده څو دغه اثرد نړۍ مختلفو کتابتونونو ته ډالۍ شي.
ددغه نندارتون په ستر هال کې،د د عراق د خوشنویسانو د ټولنې د خوشنویسو غړو په دیرشو خطونو سره د قرآن کریم دیرش سپارې نندارې ته وړاندې شوي دي ،په دوي کې هر یو خوشنویس د عراق د یوه ولایت اوسیدونکی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4165702