IQNA

دښمن د بحران او جنجال جوړونې لپاره دي خو مونږهم ورسره مقابلې ته ډیرجدي یوو

16:04 - September 11, 2023
د خبر لمبر: 3487937
ایکنا-(تهران) حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د سیستان او بلوچستان او خراسان جنوبی ولایتونو دزرګونو خلکو سره په کتنې کې ووئيل، د ملی وحدت خرابول او د ملی امنیت کمزوري کول د دوي دوې اساسی او جدي موخې دي،البته مونږ هم له دښمن سره په مقابلې کې ډیر جدي یوو

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سیستان او بلوچستان او د خراسان جنوبی ولایتونو  له زرګونو خلکو سره په کتنې کې  ټينګار وکړ، له دښمن سره په مقابلې  کې ډير زیات جدي یوو.

 حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د سیستان او بلوچستان او خراسان جنوبی ولایتونو دزرګونو خلکو سره په کتنې کې ووئيل،د ملی وحدت خرابول او د ملی امنیت کمزوري کول د دوي دوې اساسی او جدي موخې دي،البته مونږ هم له دښمن سره په مقابلې کې ډیر جدي یوو اوډاډمن یوو،د خواږۀ ایران دښمنان،د ایران دم لت او مسئولانو د خیال ساتنې،ویښتیا او هوښیارۍ په شرط  هیڅ نشي کولی.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  پخپلې وینا کې اوسنۍ نړۍ  هم د بدلون په درشل کې او دځينو بدلونونو دترسره کیدا په حال کې وبلله او د استعماري قدرتونو کمزو رتیا او د نوو سیمه ایزو اونړیوالو قدرتونو راپورته کیدا  ددغو سترو بدلونونو  دوې  ځانګړنې دي.

دوي د ځينو لویدیځوالو سرچینو په خبرو په استناد سره د اقتصاد د زمینې پشمول د امریکا د اقتدار ځانګړن په لړزانتیا وبلل او وې وئيل، دحکومتونو د بدلولو لپاره هم د امریکا قدرت په ځوړتیا دی .

رهبر معظم انقلاب اسلامی

د اسلامی انقلاب سترلاښود له افغانستانه له ذلته ډکه تښته او په سورئې کې ناکامي،د امریکا د قدرت د ځوړتیا دوه څرګند مثالونه وبلل او وې وئیل،نور مستکبران هم له همدې رَوئې سره لاس او ګریوان،هماغه شان چې نن سبا د افریقا په مختلفو هیوادونو کې ددغې لوئې وچې دترټولو پخواني استعمار ګر په توګه د فرانسې په ضد پاڅونونه کیږي او خلک هم له دغو پاڅونونو ملاتړ کوي.

حضرت آیت  الله العظمی سید علی خامنه اي  دامریکا دنقشو جوړول یوازې ایران ته  مخصوص ونه بلل  او وې وئيل،  امریکا نن سبا  په سیمې  کې ، عراق ، سورئې ،لبنان ،یمن او افغانستان او حتی د فارس خلیج د هیوادونو لپاره چې  دد وي دودیز او مخکیني  دوستان دي ، هم پروګرامونه لري.

 داسلامی انقلاب معظم لارښود د امریکا د نقشې په بیانولو سره ووئيل،د مونږ اطلاعاتي معلومات ښئ د امریکا حکومت د ایران پشمول په هیوادونو کې د بحران  او ترینګلتیاؤ د راپورته کولو لپاره یوه ټولګه رامینځةکړې ده چې ماموریت ئې دهغو سیمو لسمَول او موندل دي چې ددوي په نظر د بحران سبب کیدلی شي.دوي دغه راز وفرمائيل؛ ددوي له نظره، قومي  اومذهبی  اختلافات او توپیرونه او د جنسیّت مسئله او میرمن په ایران کې د بحران پنځونکي ټکي دي چې غواړي  د دوي په لمسَونې سره زمونږ ګران هیواد ته تاوان ورسوي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه ،دوي بې شکه دغه شان کار نشي کولی په دې شرط چې مونږ ځير او هوښیار ووسو خیال وکړو، پرتیروتي او غلطې لار لاړ نشو،حق له باطل سره سم و نه ګڼو،ددښمن رودې وپيژنو، په هیڅ یوه اقدام ،حرکت او خبرو کې له دښمن سره مرسته ونه کړو او دغفلت په خوب ویدۀ نه شو .

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ملی امنیت د ایران دبدغواړو د یرغل او بد مرغیو یو بل ټکی وباله او وې وئيل، هغه کسان چې ملی امنیت ګواښي د ایران دملت دښمن دی او په غواړي او  یا ناغواړي توګه ددښمن لپاره کار کوي.   

رهبر معظم انقلاب اسلامی

 https://iqna.ir/fa/news/4168157

captcha