
ایکنا د الخلیج له قوله راپور راکړ، د دوبئ د جایزې قرآن نړیوالې موسیسې په همت سره د شیخه فاطمه بنت مبارک دسیالیو اوم پړاؤ ددوبئ په الممرز سیمې کې واقع د علومو او فرهنګ د کلب په آمفی تئيټر هال کې د ترسره کیدا په حال کې دي.
ددغو سیالیو پرانستونکي دستورې د وږي دمیاشتې په ۲۵ نیټه ، د دوبئ دحاکم د کلتوري اوانساني چارو د سلاکار او دوبئ دجایزې قرآن نړیوالو سیالیو دترسره کونکي کمیټې دم شر ابراهیم محمد بومحله او د کمیټې د قاضیانو، غړو او د یوشمیر ګډون کونکو د و الیانو او نورو مینه والو په شتون سرهترسره شوې .
د سیالیو په دغه پړاؤ کې دنړۍ له شپیتو هیوادونو څخه د ټول قران کریم حافظې میرمنې چې د وږي د میاشتې تر یو دیرشمې نیټې جمعې ورخې پورې دوام لري، ګډون کوي او د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې سره سیالۍ کوي. دغه سیالۍ په ورځې کې دوه ځله یعني سهار او ماسپيښین ترسره کیږي او په پرونیو سیالیو کې دمصر ،بحرین ،ملایشیا ،آستریا، او سنګاپور میرمنو د قرآن دحفظ د اجرا سیالۍ وکړې او دقاضیانو د کمیټې دغړو پوښتنو ته ئې ځوابونه ورکړل.