IQNA

د سپکاوي او کینې اور ،هیڅکله هم د حقیقت حریف نشي کیدلی

7:22 - September 20, 2023
د خبر لمبر: 3487979
ایکنا-(نیویارک) د اسلامی ایران ولسمشر دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍکې ووئیل،په الهی او آسماني کتاب قرآن کریم کې موجود د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي .

ایکنا نیوز راپور ورکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې دخپلې وینا په وخت دقرآن کریم په لاس کې په اوچتولو سره  ددغه الهی کتاب سپکاوی په سخته محکوم کړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر بیګا د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په کلنۍ غونډې کې ولولناکه وینا وکړه.

د ایران ولسمشر  دخپلې وینا په پیل کې  د قرآن  کریم په لاس کې په اوچتولو سره  د کلام ا لله  مجید  د عظمت ستره دفاع وکړه.

هغه پخپلې وینا کې ددغې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  قرآن څه وئيلي دي چې  د مستکبرانو کینه اوغوسه ئې راپارولې ده؟،روښانه کړه،د تحریف او سپکاویو اور به د حقیقت هیڅکله هم مقابله ونه کړي. قرآن کریم ښځه اوسړی  دخداوندکریم په محضر کې   مساوي  ګڼي  او  دکورنۍ له حقوقو ملاتړ کوي. آیا دا لومړنی ځل دی چې دخداوند متعال کلمات سوځوي؟ ګمان کوي ،دملکوت غږ ئې د تل لپاره غوڅ کړی دی . قرآن کریم د عقایدو سپکاوي منع کړي دی او  حضرت موسی او حضرت عیسی علیهم السلام ته احترام کول  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) وجود ته احترام ګڼي.

د اسلامی ایران ولسمشر په دوام کې ووئیل، د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي . له اسلام سره ډغرې وهل  او  په قرآن سوځونې کې کلتوری آپارټائيد او په ښونځیو کې د ستر او حجاب منع کول له اوسمهال انسان سره نه  ښائي.

ابراهیم ریئسي ټينګار وکړ، ملګري ملتونه دې په پلانونې اولارو چارو لټولو سره د  الهی دینونو احترام کول تضمین کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4169951

captcha