IQNA

د ایران ولسمشر د عربستان د ملی ورځې په مناسبت پاچا او ولی عهد ته مبارکي ووئيله

16:13 - September 23, 2023
د خبر لمبر: 3487994
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمسشر ابراهیم رئیسي د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هیواد و لی عهد محمد بن سلمان  ددغه هیواد د ملی ورځ د رارسیدا په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کې مبارکي ووئيلّه.

ایکنا د ولسمشرۍ ددفتر  د اطلاع رسونې  د څانګې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي دعربستان  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ته په یوه پیغام کې هغه ته ددغه ه یواد ملی ورځ د رارسیدا په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  روښانه کړه ، دایران اسلامی جمهوریت او دعربستان پاچائي نظام ډير کلتوري،سیاسی او اقتصادي مشترکات لري  چې  د دوو مسلمانو ملتونو او ددوستۍ  لپاره به د  پیاوړي پشتیبانئ او د مشترکو پيوندونو  د پیاوړتیا سبب شي. او هیله مند یم د خپلو میځنیو هڅو په سیوري کې  په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو  دپراختیا شاهدان ووسو.

د ایران د اسلامی جمهریت ولسمشر د غه راز د عربستان د ولی عهد او ددغه هیواد د پاچائي نظام د وزیرانو د  شورا   مشر محمد بن سلمان بن عبدالعزیز  ته هم په یوه جلا پیغام کې ددغه هیواد دملی ورځ د رارسیدا په مناسبت مبارکي ووئيله او هیله ئې وښودله، ددواړو ملتونو له ډيرو مشترکاتو څخه د استفادې په سیوري کې  په ټولو زمینو کې ورځ تر بلې  د خپل مینځیو وروګلویزو ملګرتیاؤ د پراختیا شاهدان ووسو.

 https://iqna.ir/fa/news/4170635

captcha