IQNA

په هالینډ کې د قرآن په سپکایو سخت غبرګونونه راپورته شول

7:38 - September 26, 2023
د خبر لمبر: 3488009
ایکنا-(هالینډ)ترکیې،اردن او عربستان او همداراز د اسلامی ملګرتیا موسیسې په هالینډ کې د یوې افراطي ډلې په وسیله د قرآن کریم سپکاوی په سخته محکوم کړ.

ایکناد عربی پسټ له قوله راپور راکړ، په اروپائي هیوادونو کې د اسلامی مقدساتو د سپکاویو په دوام کې ،شنبې ورځې اډوین واګنسفلډ چې د بګیدا افراطي او زوړپال غورځنګ  د هالنډي څانګې مشري په غاړه لري، ،د هالینډ په هیګ کې د ترکیې ،پاکستان ،انډونیشیا  د سفارتونو په وړاندې د قرآن کریم نسخې وشلولې.

هغه داګست په ۱۸نیټه هم په هیګ کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه شلولې وه.

د ترکیې  خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيليدي، دغه بې شرمه حملې چې  په هالینډ کې د مونږ د سفارت پشمول د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ځينوغړو هیوادونو د سفارتونو په وړاندې ئې کړي دي،په سخته محکوموو.  په دغې اعلامیې کې په دې باندې په ټينګار سره چې اوس وخت رارسیدلی دی چې   ددغوحملو شاهد هیوادونه  ددغه لمسونکو اقداماتو په ضد چې ملګری ملتونه ئې دینی نفرت خورول او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزي ګڼي ،ځیني اقدامات غوره کړي.د بیان د آزادۍ په پلمه  پر دغو اقداماتو د اروپائي هیوادونو دچارواکو سترګو پټول په سخته محکوم کړل.

له بل پلوه  عربستان او اردن هم په   جلاجلا اعلامیو کې  دهالینډ په هیګ کې د یوشمیر سفارتونو په  وړاندې د قرآن کریم بیا سپکاوي په سخته محکوم کړي دي.

په دغو اعلامیو کې راغلی دي چې د افراطي او زوړپالو ډلو ټپلو دغه شان نفرت خورونکي  اولمسؤنکي اقدامات په سخته محکوموي او دغه تکراری او نفرت اوکینې خورونکي  عملونه  هیڅکله هم  دتوجیه وړ نه دي اوپه روښانه ډول د توکمپالنې او نفرت له امله دي.

له بل پلوه د اسلامی ملګرتیا موسیسې سکرټریټ هم  د قرآن کریم د سپکاویو دغه لمسؤنکی اقدام  په سخته محکوم کړی او وئيلي ئې دي،دنړۍ دڅه دپاسه دوه میلیارډ مسلمانانو زړونه ئې یو ځل بیا داغي کړي دي  او بایداروپائي چارواکي ددغه شان بې شرمه او لمسؤنکو اقداماتو مخه ونیسي څو نفرت او کرکه خوره وره  نشي او ددینونو ترمینځ  دډغرې  وهلو دغه دسیسه شنډه شي. 

https://iqna.ir/fa/news/4170951

captcha