IQNA

د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس چورلیز؛مشترکو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره اسلامی ملګرتیاوې؛دي

15:25 - September 27, 2023
د خبر لمبر: 3488017
ایکنا-(تهران) داسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي ؛مشترکو ارزښتونو ته د اسلامی ملګرتیاؤ رسیدا؛شعار د سږکال د اسلامی وحدت د ۳۷ نړیوال کنفرانس عنوان اعلان کړ او وې وئيل، له مسلمانانو سره مینه و محبت،د نورودینونو له پیروکارو سره ګډ سوله ایز ژوند او د مستکبرانو او طاغوت په وړاندې مقاومت  هغه ارزښتونه دي چې قرآن کریم ورباندې ټينګار کړی دی.

ایکنا خبری آژآنس راپور راکوي، د اسلامی مذهبونو دنزدیکت نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام  حمید شهریاري  نن سهار  د اسلامی وحدت اوه دیرشم نړیوال کنفرانس په باب په خبري کنفرانس کې  چې د اسلامی مذهبونو په پوهنتون کې ترسره شو، د وحدت د اونۍ  او مقدسې دفاعې   اونۍ  په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره ووئيل، د اسلامی وحدت اوه دیرشم نړیوال کنفرانس مشترکو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره  کارپیل کړی دی. دغه مشترک ارزښتونه  قرآن کریم وړاندې کړي دی  او قرآن  د  هغه منزل وحي دی چې د مونږ ته رارسیدلی  او په ښه توګه  مونږ هدایتولی شي او د بشریّت دژغورونکي  تر ظهور پورې دنیا تثبیتولی شي  او هیله مند یوو  چې قدر ئې وپيژنو او  په ژوند کې ورڅخه استفاده وکړو.

 د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي زیاته کړه ، مشترکو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره اسلامی ملګرتیاوې  د سږکال نړیوال کنفرانس عنوان دی،له مسلمانانو سره مینه او محبت، دنورو دینونو له پيروکارو سره ګډ سوله ایز ژوند  او د طاغوت او مستکبرانو په  وړاندې مقاومت  هغه ارزښتونه دي چې قرآن کریم ورباندې ډير ټينګار کړی دی . هغه په دوام کې ووئيل، د ایران داسلامی جمهوریت د اوسني حکومت ډيره منننه کوو چې داسې زمینې ئې برابرې کړي  څو  دسیمې  هیوادونه او ګاونډیان  سره نزدې ملګرتیاوې ولرل شي  او دا ملګرتیاوې د سیمې دامنیت تضمینونکي دي . له بل پلوه  پر عهد او ژمنتیا ټينګار کوي او دغو تړونونو او ژمنتیاؤ ته پابندي په ایجنډا کې ده . همداراز هغه ژمنتیاوې اوتړونونه چې  ددیارلسم حکومت کړي دي ، دمسلمانانو دوحدت او  د یوه واحد اسلامی امت  لپاره ئې شرائط برابر کړي دي ، مونږ  په هغو ارزښتونو پسې یوو  چې  له لویدیځي امپرالیزم سره په مخامخیدا کې دی  و انسان د کرامت لرونکی یو موجودمعرفی کوي چې  په دغو ارزښتونو کې کورنۍ هم شامله ده چې  نن سبا د انسانیّت د دښمنانو په شیشت کې راغلې ده.

حمید شهریاري ووئيل،  د لومړنۍ وحدت کنفرانس د مونږ داخلی کنفرانسونه دي   او بریالي شوي یو تیره کال  دغه کنفرانس  په کردستان ،ارومیه  او ګرګان کې ترسره کړو اوپه دغو داخلی کنفرانسونو کې  په سلګونو  ولایتي  او دشاوخوا ولایتونو  په سلګوو عالمان اوشخصیّتونه او حتی  د روسیې په څیر د ګاونډیو هیوادونو  شخصیّتونو هم ګډون درلود. دغه نوښت سبب شو د روحانیونو او شخصیّتونو ډير زیات شمیر  د خبرواترو او بحثونو فرصت ولري  او په همدې دلیل د نزدیکت نړیواله ټولنه  هڅه کوي،  دغو داخلی اوسیمه ایزو کنفرانسونو ته دوام ورکړي.

د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومي منشي په دغه کنفرانس کې  ددې خبرې په اعلانولو سره چې د  وحدت دغه راتلونکي ۳۷نړیوال کنفرانس  به د تلې یا میزان د میاشتې له نهمې تر یولسمې نیټې پورې ترسره شي، ووئيل،  پرانیستونکي دستورې به د تلې دمیاشتې په نهمه یکشنبې ورځې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په شتون سره ترسره شي  او له سبا به  دتلې د میاشتې تر یولسمې نیټې پورې د وبینار له لارې دوم ولري. ولسمشر به له میلمنو سره لیده کاته هم وکړي.  دایران له خارجه وزیر  سره او ددغه راز د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره کتنه به د تلې دمیاشتې په یولسمه نیټه ،د رسول اکرم (ص) د  نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره په یووخت  ددغه کنفرانس په نورو پروګرامونو کې شامل دي .شهریاری ووئيل و بینار له لارې  کنفرانس له سبا  په ټولنیزو چینلونو کې له سبا یعني د تلې دمیاشتې له شپږمې پیل شي . او د تلې تر یولسمې پورې به دغه ویډیوئي  پروګرامونه دوام ولري او په کلی توګه به  وبینار له لارې شپاړس  کنفرانسونه ترسره شي او مختلف حکومتی او علمی شخصیّتونه  به د اسلامی وحدت  د  راتلونکي  په باب  خپل نظرونه وړاندې کړي او ددغه کنفرانس لپاره تر دې دمه  له مصر،الجزایر، تیونس  او نورو لسګونو هیوادونو څخه یوسل پنځه مقالې  ددغې ټولنې سکرټریټ ته رالیږل شوي دي.

 هغه په پاي کې  هیله وښودله چې  اسلامی هیوادونو سره د ملګرتیا لپاره د حکومت داقداماتو ترڅنګ، سږکال د اسلامی وحدت کنفرانسونو ترسره کیدا  د نورو هیوادونو له مسلمانانو سره  دملګرتیا سبب کیدلی شی او د یوه واحدامت د نظرئې تحقق او دغه راز د اسلامی هیوادونو داتحادئې  جوړیدا  به په ځان پسې ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4171474 

captcha