
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر ووئیلو د اسلام او انسانیّت دښمنانو د مسلمانانو ترمینځ ددرز اوتفرقې د اچولو لپاره خپلې ټوله هڅې کارولي دي.
د ربیع الاول دولسمه د یوه روایت په اساس د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد کلیزه او د وحدت داونۍ لومړنۍ ورځ ده .
اهل سنت د ربیع الاول په دولسمه نیټه او اهل تشیّع د ربیع الاول په اوالسمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر د میلاد نیکمرغه ورځ لمانځي چې د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود په نوښت سره دغه یوه اونۍ د وحدت اونۍ په توګه نومول شوې چې په اسلامی امت کې ئې تود هرکلی شوی دی.
دغه اونۍ یو مناسب فرصت دی څو په تیره بیا په دغه فتنو اوبلواؤپه ډک پړاؤ کې د اسلامی نړۍ پيوستون او یو زړه توب ضرورت له زیات دقت سره وارزول شي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکوي، داسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر مولوی محمد اسحاق مدني د تهران د جمعې لمانځه له خطبو مخکې د پخپلې وینا کې د وحدت داونۍ په مناسبت دمسلمانانو ترمینځ دیووالي په ضرورت باندې په ټينګار سره ووئیل، د ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ،د یوه اصلی مورد په توګه دمسلمانانو وحدت او یووالي ته خاص پام شوی دی.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا مشر زیاته کړه ،د اسلام دښمنانو د مسلمانانو ترمینځ ددرز اوتفرقې د اچولو لپاره خپلې ټوله هڅې کارولي دي، چې باید درست مسلمانان ددې موضوع په باب ځير او هوښیار ووسي.
https://iqna.ir/fa/news/4171864