IQNA

د ملګروملتو  دبشری حقوقو په غونډې کې دصهیونیسټانو تیري محکوم شول

15:57 - October 05, 2023
د خبر لمبر: 3488062
ایکنا-(فلسطین) د ملګروملتو د بشری حقوقو  شورا پرون ناوخته په څلورپنځوسمې  کلنۍ غونډې کې په نیواکي فلسطین او نورو نیواکي عربی ټاټوبو کې د بشری حقوقو شرائط وارزول.

ایکنا نیوز د فلسطین د اطلاع رسونې  دمرکز له قوله راپور راکړ، دځينو افریقائي هیوادونو  استازو،د ناپيّلی غورځنګ غړو هیوادونو د اسلامی ملګرتیاموسیسې غړو هیوادونو، عربی اتحادئې  او دفارس خلیج د ملګرتیا شورا  او دملګروملتو د منشور دوستانود  ډلې هیوادونود صهیونیسټي نیواکګرو او صهیونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو دومدار تیري او د الاقصی جومات پر حریم تیري او د ماشومانو ټارګټ په سخته محکوم کړل.

دغو هیوادونو همداراز د غزې تړانګې په ضد دتپلي کلابندۍ  او د توکمیز توپیر اوا توکمپالنې  دس یاستونو اوښارګوټو دجوړولو له دوام سره مخالفت وکړ.

 ددغو هیوادونو استازو د څرګندونو په یوې بلې برخې کې  د صهیونیسټي رژيم په زندانونو کې د اسیرانو او دهغو کسانو کړاؤنه او مشکلات چې   چې په موقته توګه په  دغو بندي خانو کې شپې سبا کوي، اشاره وکړه   او د فلسطین له کډوالو سره د مرستندویه ادارې (آنروا)څخه دملاتړد دوام په ضرورت ټینګار وکړ.

په همدې لړ کې په دغه نړیوال اورګان کې د فلسطین د حکومت دایمی ناظر ابراهیم خریشي  اعلان وکړ،د فلسطین دملت د بچیانو په ضد  دنیواکګرو وحشي ډوله  اقدامات زیات شوي دی چې په هغو کې د  کنسټ یا پارلیمان  په وسیله د قومیّت د قانون تصویبیدا، د بندیانو پانسي کول،  دقدس یهودی کول ، د ښارګوټو د جوړولو دوام او د فلسطینیو شهیدانو او بندیانو له کورنیو څخه غچ اخستل  شامل دي.

هغه دخپلو خبرو په یوې بلې برخې کې  د  ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په غونډې کې د صهیونیسټي لومړي وزیر  په وسیله د فلسطین  هیواد دتاسیس نفی کول او د فلسطین د خلکو له وجوده انکار هم یاد کړ. خریشي ووئیل،  دسمبر میاشت به  د بشری حقوقو د نړیوالې اعلامیې  د  اوه پنځوسمې کلیزې په توګه  ولمانځو. په داسې حال  کې چې  دغه اعلامیه  له هغه وخته چې  نیواکګران د  ملګروملتو غړي شوي دي ، د دوي په وسیله  په بشپړ ډول ئې خلاف ورزي  شوې ده او مونږ  همدااوس  د ختیځي قدس ، لویدیځي غاړې او دغړې تړانګې د نیواک د ۵۶کلونو د تیریدا شاهدان یوو.

 https://iqna.ir/fa/news/4173203

captcha