ایکنا نیوز له پاره چناره د اسلام ټایمز له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په مرکزپاره چنار کې د تحریک حسینی په اهتمام سره په سلګونو موټر سائيکلو سوارو د فلسطین دمقاومتي چورلیز د مبارزانو او دالاقصی
جومات په ملاتړ کې او دوحشي او جنایتکار رژيم په ضد ستره ریلي ترسره کړه. دغه ستره ریلي د پاره چنار ښار له مختلفو سړکونو څخه په تیریدا سره په درستې کورمې کې راوګرځیده او په مختنلفو کلو اولارو کې ورسره نوره موټرسائيکل سواره هم یو ځاي شول چې بیرته مازدیګر په پاره چنار ښار کې په خامنه اي دینې مدرسې کې پاي ته ورسیده. په دغه ریلي کې ګډون کونکو د یوې سترې غونډې بڼه غوره کړه چې په دغې غونډې کې د پاکستان دمشرانو جرګې پخواني غړي سناتور علامه عابد حسینی او د تحریک حسیني مشر علامه تجمل حسین حسیني پخپلو څرګندونو کې له شپیتو اسلامی هیوادونو څخه د زیاتو هیوادونو په ګډون د اسلامی هیوادونو د پوځ او دغه راز د اسلامي هیوادونو د مشرانو په بې حسۍ او بزدلۍ په افسوس کولو سره په ډاګه کړه ، دغه هیوادونه خو د یمن د مظلوم او بې وځله هیواد د ولس په ضد پوځ جوړولی شي، خو کله چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله الاقصی او د فلسطین مظلو ملت د وحشي صهیونیسټي رژيم له بې آمانه حملو او بمباریو سره مخ شو ڼو دوي ویده دي او خپلې سترګې ئې د نړۍ دیهودیانو په څیر پر دغو جنایتونو او وحشي اقداماتو پټې کړي دي.
یناوالو ووئيل،دوي باید خپله انساني او اسلامی دنده وپيژني او د فلسطین دغیرتي او شجاع ملت او دمقاومتي چورلیز دشجاع مبارزانو په ملاتړ کې په یوموټي او اتحاد سره واحده چغه پورته کړي چې اسرائيل باید د مځکې له مخه ورک شي. هغه ووئيل باید اسلامی امت د فلسطین د مظلوم ولس هرډول ملاتړ ته راپورته شي او دغه مظلوم ولس دې د ظالمانو په وړاندې تک تنها نه پریږدي.
https://www.islamtimes.org/ur/video/1087992