ایکنا د ینی شفق له قوله راپور راکړ، د فلسطین د غزې فلسطینی مرستندوي د بقرې سورې له ۱۵۳ آیت څخه تر ۱۵۵پورې د آیتونو ډير په زړه پورې تلاؤت کړی، چې ددغو آیتونو معنا او په زړه پورې لهجې ته په پام سره دسوشل میدیا د کارؤنکو پراخ پام ورآوښتی دی.
ددغه فلسطیني مرستندوي په خپرې شوي ویډیو کې ددغو آیتونو تلاؤت شوی دی،؛ «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ: ائ ایماندارو، له صبر اولمانځه څخه(د خپلو مشکلاتو او د حق رحمت ته درسیدا او دغه راز ل ککړتیاڅخه د پاک ساتل کیدا لپاره)مرسته وغواړئ، ځکه خدای له صابرانو سره دی. وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ: دوي ته چې د خدای په لاره کې ووژل شي مړه شوي مه وائۍ،بلکې (په عالم برزخ کې)ژوندي دي ،خو تاسو( د هغوی د ژوند انداز نه درک کوئ::( دبقرې سورې ۱۵۳ او ۱۵۴ آیتونه)
فلسطینیو رسندویو راپور ورکړی، په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم د وحشي ډوله تیریو له وخت راهسې د خبرو سرچینو د راپورونو په اساس کابو درې زره کسان شهیدان شوي او څه دباسه اته زره نور ټپیان شوي دي چې په شهیدانو او ټپیانو کې د ماشومانو اوښځو شمیر هم زیات ښئ.
وحشی صهیونیسټي رژيم غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ د مرستو له وروړلو مخنیوی کوي او د شمالی برخې له اوسیدونکو ئې غوښتي دي څو سیمه پریږدي او دغزې جنوبی برخو ته دې کډه په سر شي ، چې د ډیرو له نظره دا یو جنګی جنایت حسابیږي،البته د فلسطینی مقاومتي ډلو مبارزانو دغه ګواښ په بشپړ ډول رد کړی او وئیلی ئې دي، چې دغزې اوسیدونکی هیڅ یو خاي ته نه ځي ځکه ریښې په غزې کې دي .
https://iqna.ir/fa/news/4175337