IQNA

د هندوانو افراطي پادریانو له صهیونیسټانو ملاتړوکړ

7:00 - October 16, 2023
د خبر لمبر: 3488116
ایکنا-(ډیلی) د افراطي هندوانو یوه زوړپال پادري یا پجاری  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلام د هندوانو او صهیونیسټانو مشترک دښمن دی ، له صهیونیسټانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې په ټولنیزو چینلونو کې سخټ رټل شوی دی.

ایکنا د وطن ویبسایټ له قوله راپور راکړ، په سوشل میډیا کې د یوه هندو افراطي پادري  ویډیو  خپریدا  د مسلمانانو سخته غوسه راوپاروله.

دغه افراطي هندوپادري  د اسلام ضده وینا د مطرح کولو پر مهال ښودل کیږي، چې په عین حال کې له وحشي  او نیواکګرو صهیونیسټانو او د فلسطیني ملت په ضد دهغوي  دجنایتونو  ملاتړ کوي.

دغه هندو پادري د حضرت محمد(ص) په باب په سپکو څرګندونو کې  له صهیونیسټي رژيمه غواړي  چې هندوانو ته دې اجازت ورکړي،څو  له دیني آزادیو څخه په بشپړ ډول برخمنیداا سره په اسرائيلو کې دیره شي.

 هغه د خپلو سپيرو څرګندونو په یوې برخې کې  په دې ادعا سره چې  هندوانو په تیرو ۱۴۰۰کلونو کې  له اسلام سره په مبارزې کې ژوند کړی دی روښانه کړې ده ،مونږ هندوان او یهودیان  یو مشترکه دښمنان لرو ،یعني محمد او قرآن .

ددغه افراطي هندو پادري  ددغې ویډیو خپریدا  په ټولنیزو چینلونو کې  سخت غبرګونونه  راپارولي دی ،د الجزیره خبری چینل  یو ې  مهشور خبریالې خدیجه بن قنه ددغه افراطي هندو پادري په څرګندونو په سختو نیوکو سره ،د اسلامی او عربی هیوادونو  له شخصیّتونو او فعالانو غوښتي دي څو د اسلام او مسلمانانو په ضد ددغه شان افراطي خبرو په وړاندې دې کلک ودریږي او اجازت ورنکړي دغه شان افراطي  او زوړپال کسان خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.

هغې پخپل رسمي چینل ایکس کې ددغې جنجالی ویډیو  په توضیح کې ولیکل ، آیا دهندی چارو کارپوهان  له مسلمانانو څخه د هندوانو د  رسمي او غیر رسمي  کرکې  داعلان دلیل د مونږ لپاره توضیح کولی شي؟

میرمن خدیجه بن قنه پر اسلامی او عربی مشرانو او شخصیّتونو غږ کړی ، باید له هندي چارواکو ددغه شان څرګندونو او بې هوده خبرو دلیل او او سپناوی وغواړي  او ددغه شان افراطیانو په ضددې قانوني اقدامات وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4175507 

captcha