IQNA

د کویت د قرآن د حفظ نړیوالې جایزې دستورې ترسره کیږی

8:35 - October 24, 2023
د خبر لمبر: 3488162
ایکنا-(کویت) دکویت د اړونده حکومتی چارواکو د اعلان په اساس ، د کویت د قرآن کریم د حفظ نړیوالې جایزې سیالۍ په راتلونکي نومبر میاشت کې ترسره کیږي.

ایکنا د الجریده له قوله راپور راکړ، د کویت داسلامی چارو او اوقافو  د وزارت  په اعلامیې کې  چې پرون خپره شوې ،د قرآن کریم د حفظ،قرآئت  او تجوید د نړیوالې جایزې د وخت د اعلان په خاطر  یوه غونډه جوړه شوه.

 د کویت د قرآن کریم دسیالیو  دولسم پړاؤ د شیخ نواف  احمد جابری الصباح  تر نظر لاندې د راتلونکي  نومبر  له اتمې تر پنځلسمې نیټې پورې ترسره  کیږي.

دکویت د قرآن  کریم دنړیوالو سیالیو داجرائي کمیټې مشر محمد العلیم  ددې موضوع په باب په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  ددغې سیالۍ لپاره  تخصصي کمیټیانې شته دي چې  د دغو سیالیو دترسره کیدا لپاره د مقدماتی غونډو او  جوړیدا د چارو په باب مسئولیّتونه ورکړل شوي  چې دغو سیالیو کې د ګډون کونکو هیوادونو ته داطلاع ورکولو دنده او دغه راز دټولو مقدماتو د برابرولو دندې په غاړه لري  او  داړونده وزارتونو په وسیله به له کویته په بهر کې هم ارتباط ټينګ کړي  اودغه راز به په داخل کې هم دګډون کونکو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.

د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اجرائي کمیټې مشرووئيل،  ددغونړیوالو سیالیو په مختلفو څانګو کې د ګډون لپاره اتیاؤ هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده او ددغو سیالیو ترڅنګ به یو  قرآني نندارتون هم جوړ شي همداراز  به له قرآن کریم سره په اړونده موضوعګانو سره  ویناوې هم وشي.  هغه زیاته کړه ،په دغې کلنئ جایزې کې  به هغه غوره څيرې وستایل شي ، چې په نړیواله سویه ئې ددقیقو معیارونو په اساس د قرآن کریم خدمت کړی وي. په هغو قرآني څیرو کې  چې وبه ستایل شي،  دمصر له هیواده ممتاز قاری شیخ احمد خلیل شاهین قبیس  او د کویت قاری عایشه عبدالرّحمن الصفي ته  هم اشاره کولی شو.

https://iqna.ir/fa/news/4177388 

captcha