ایکنا نیوز د جنګ خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د امریکا درسندویو د راپورونو په اساس د امریکا د مئين ایالت په لیوسټن ښار کې یوه کس په باؤلینګ کلب کې ډزې وکړې چې په ټکه ئې لس کسان ووژل ،وروسته ئې په لوکل بار او والمارټ ډستری بیونش سینټر کې هم ناتار جوړ کړ. امریکائي رسندویو په راپورونو کې راغلي دی چې ډزې کونکی له ډزو وروسته تښتیدلی دی ، البته امنیتی مامورانو په سیمې کې د ټولو تجارتی چارو د بندولو اقدام کړی دی. د امریکا پولیسو د قاتل عسکونه هم جاری کړي دي چې اټومیټیک ټوپک ورسره دی . د قاتل رابرټ کارډ نومیږي ،البته د خبر ترمخابیره کیدا پورې ددغه کس موخه او مقصد معلوم شوی نه دی. د امریکا پولیسو دسیمې درستو اوسیدونکو ته امر کړی چې له خپلو کورونو دې نه ووځي ،البته په روغتونونو کې بیړنئ حالت اعلان شوی دی. د مئين ایالت ګونر وئيلي دي ، چې ښاریز دې له ضروري کار پرته له کوره بهر نه وخي امینتی ماموران د پيښې په ارزونې بوخت دي. په راپورونو کې وئيل شوي دي چې ددغه ښار آبادي کابو څلویښت زره کسانو باندې مشتمله ده او د پورټ لینډ په شمال کې واقع دی. https://jang.com.pk/news/1282693