ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس یوه مشر اسامه حمدان ټينګار کړی دی،اسرائيل ادعا کوي چې د شپې مهال عملیات ئې پلان شوي مځکني عملیات نه دي څو د سپیرې ناکامۍ په بڼه کې خپله بې عزتي او شرمونکی وضعیّت ئې په نندارې ته وړاندې نشي.
اسامه حمدان وئيلي دي هغه څه چې اوس ئې نیواکګر وحشیان په غزې کې ترسره کوي، د بریالیتوب دیوه خیالی انځور د وړاندې کولو لپاره یوه هڅه ده .
هغه زیاته کړه، د دوي مځکنیي عملیات په سخته ناکام شوي دي او مقاومتي مبارزانو دغزې په شمالی برخې کې په غلچکیو عملیاتو کې لالهانده کړي او بیرته په شا شوي دي.البته مرګ ژوبلې ئې هم زغملي دی.
هغه ووئيل وحشیي جنایتکار هڅه کي، د اکتوبر د اومې نیټې د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې په هره بڼه وي خپله بې شرمه ناکامي پټه کړي او یو ډول دنیا ته وبریښوي چې بریالي شوي دي،یو خیالي انځور وړاندې کوي خو هغه انځور چې نړۍ به ئې شاهده وي ،بې شکه د ناکامۍ یو انځور دی چې مقاومتي مبارزان به ئې پر نیواکګرو او وحشي صهیونیسټانو وروتپي.
د حماس غورځنګ دغه مشر ټينګار وکړ، هغه څه چې اوس رامینځةشوي دي ،د هغو ټولوکسانو لپاره چې له دغه وحشي او جنایتکار رژيم سره داړیکو په عادي کولو پسې دي ، دا پوښتنه راولاړه کیږي چې آیا و اقعا له دغه وحشي دښمن سره پخلا کیدلی او ورسره تعامل کیدلی شی..؟
اسامه حمدان له هغو ټولو کسانو څخه چې د فلسطین د رووالي په توګه وسله په لاس کې لري ، وغوښتل خپلې وسلې دې دنیواکګرو وحشیانوپه لور سمې کړي اوا په شیشت کې دې راولي څو د غزې مظلومو خلکو باندې د ظلم او جنایتونو خوند وڅکل شي.