IQNA

اسلامی نړۍدې له سیاسی او ډيپولماټيکو دریځونو ورآخوا د فلسطین له آرمانه بشپړ ملاتړ وکړي

6:52 - October 29, 2023
د خبر لمبر: 3488184
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په اسلام اباد کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  په اهتمام سره د فلسطین دآزادۍ سمینار د پاکستان دمتفکرانو، مذهبی شخصیّتونو او همداارز د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفیر په شتون سره پرون ترسره شو.

ایکنانیوز د ایرنا قوله راپورراکړ، د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر علامه ناصر عباس جعفري  په دغه سمینار کې  له اسرائيلو څخه دامریکا په مشرۍ د لویدیځي هیوادونو ملاتړ او  د دقدس د نیواکګر رژیم د ځواکونو ترڅنګ ددوي دریدا په سخته محکومه کړه  او وې وئيل،  له اسرائيلو څخه د امریکا  وسلوال او مالی ملاتړونه هیڅ شک نه پریږدي چې  لویدیځ او امریکا د فلسطینیانو په  عامې وژلې کې لاس لري،نو ځکه  اسلامی نړۍ باید دله دغه منفعلانه پلان سره  مقابلې ته راپورته شي.

په دغه سمینار کې  ویناوالو ټينګار وکړ،  چې اسرائيل یو ناروا او جعلی رژيم  دی او  د فلسطین د  هیواد له جوړیدا پرته بله هیڅ حل لاره نشته .

د پاکستان د جمیعت اهل حدیث  مشر علامه ضیاء ا... شاه بخاري هم  د فلسطین له آرمانه په ملاتړ او  د مقاومتي چورلیز د مبارزانو په احترام سره ووئيل،  طوفان الاقصی  عملیات په حقیقت کې د فلسطین ددفاع  کونکو ملتونو او د نړۍ دآزادۍ غواړو  دزړه  چغه ده چې د اسرائيلو په ضد د بیت المقدس د شجاع مبارزانو په لاس اجرا شوی دی.

په دغه سمینار کې همداراز ډاکټر قندیل عباس عبدا...ګل او یوشمیر نورو ویناوالو هم پخپلو څرګندونو کې  ووئيل اسلامی نړۍ  باید په جدی توګه له فلسطینیانو حخه له سیاسی او ډيپلوماټيکو ملاتړونو ورآخوا د فلسطینیانو د مقاومت د مبارزانو دفاعی او وسلوالو اړتیاؤ دتامینولو په فکر کې شي.ځکه په طوفان الاقصی عملیاتو سره  د صهیونیسټانو د بې شرمې اطلاعاتي سریزې رابرسیره شوي  او یوازې یو بل ګوزار ورته پکار دی چې ونړیږي.

جهان اسلام در دفاع از فلسطینی‌ها فراتر از مواضع سیاسی گام‌ بردارد+فیلم

جهان اسلام در دفاع از فلسطینی‌ها فراتر از مواضع سیاسی گام‌ بردارد+فیلم

جهان اسلام در دفاع از فلسطینی‌ها فراتر از مواضع سیاسی گام‌ بردارد+فیلم

https://www.irna.ir/news/85273458/

captcha