ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا پولیسو د میلس جوزف فریډریچ په نوم یو تن د پاکستان الاصله امریکايي ډاکټرې طلعت خان د وژلو په تور نیولی دی.
دوه پنځوس کلنه پاکستاني الاصله امریکایۍ ډاکټر طلعت خان د ماشومانو د ناروغیو متخصصه وه او د تکزاس ایالات په کانرو کې په رنا ورځ یو تن د چړې په وهلو سره ووژله.
پولیسو ویلي دي چې دوی ۲۴ کلن میلس جوزف فریدریچ د لومړۍ درجې قتل په تور نیولی دی او له شکمن کس څخه تحقیقات کیږي.