IQNA

6:57 - November 01, 2023
د خبر لمبر: 3488202

په امریکا کې یوه تور زړي افراطي یوه پاکستانۍ متخصصه ډاکټره په بوږنوکي ډول ووژله

ایکنا-(واشنگـتن ) د طوفان الاقصی نومې ناڅاپي عملیاتو په ترسره کیدا پسې په امریکا او اروپائي هیوادونو کې اسلام ضده بهیرونه  او له اسلامه د ویرولو پروسه یو خل بیا راپورته شوې اویوه پاکستانۍ توکمه متخصصه ډاکټره هم په دغه بهیر کې قرباني شوه.

په امریکا کې یوه تور زړي افراطي یوه پاکستانۍ متخصصه ډاکټره په بوږنوکي ډول ووژله

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا پولیسو د میلس جوزف فریډریچ په نوم یو تن د پاکستان الاصله امریکايي ډاکټرې طلعت خان د وژلو په تور نیولی دی.

دوه پنځوس کلنه پاکستاني الاصله امریکایۍ ډاکټر طلعت خان د ماشومانو د ناروغیو متخصصه وه او د تکزاس ایالات په کانرو کې په رنا ورځ یو تن د چړې په وهلو سره ووژله.

پولیسو ویلي دي چې دوی ۲۴ کلن میلس جوزف فریدریچ د لومړۍ درجې قتل په تور نیولی دی او له شکمن کس څخه تحقیقات کیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i140790

captcha