IQNA

د قزاقستان د قرآن نړیوالو سیالیو لومړنۍ پړاؤ نن پاي ته رسیږي

7:30 - November 02, 2023
د خبر لمبر: 3488209
ایکنا-(قزاقستان) د قزاقستان  د قرآن نړیوالو سیالیو  لومړنۍ پړاؤ پرون  پیل شو او  نن به دغه سیالۍ پاي ته ورسیږي.

ایکنانیوز راپور راکړ، د قزاقستان هیواد د اوقافو وزارت له خوا د ټول قرآن دحفظ په څانګې  کې د قرآن  نړیوالو سیالیو لومړنۍ دوه ورځنۍ پړاؤ ترسره کیږي او  دا د قزاقستان د جمهوری ورځې په مناسبت پلان شوی دی .

دغه نړیوالې سیالس د قزاقستان هیواد په ترټولو لوي جومات،یعني جمهوری جومات  کې ترسره کیږي.

 د قزاقستان د قرآن د نړیوالو سیالیو په لومړي پړاؤ کې مصر ،عربستان،قطر ایران ،کویت،ملایشیا،لبان،ترکیه،روسیه،مراکش ،انډ،نیشیا،قزاقستان او ځینی نور هیوادونه ګډن کوي.

 همداراز  ددغو سیالیو د قاضیانو په پلاوی کې  دوه قاضیان له عربستانه،یو قاضی له مصر او دیو قاضی هم د کوربه هیواد  دی.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت د نماینده په توګه د ټول قرآن کریم حافظ محمد رسول تکبیري  وړمه ورځ  په دغو سیالیو کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4179133

 

captcha