IQNA

د شارجې په نندارتون کې د قرڼ یوه نفیسه نسخه چې دټولو توجه ئې جلب کړې ده

7:09 - November 06, 2023
د خبر لمبر: 3488224
ایکنا-(شارجه)  شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قرآن کریم یوه نفیسه نسخه وړاندې شوې ده چې  دزیاتره کتونکو توجه ئې ځان ته جلب کړې ده.

ایکنانیوز د خلیج تایمز له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم دغه نفیسه نسخه ،  دهغه خطي نسخې کاپي ده  چې له یولسمې یا دولسمې قمري پيړۍ سره اړونده  ده د مهشور ایراني خوشنویش ابن بواب شاهکار دی.

 اصلی نسخه ئې په مونیخ  کې د باواریا صوبائي کتابتون کې ساتل کیږي او  له دغه ډول قرآڼ کریم یوازې لس نسخې  په هغه پړاؤ کې چاپ شوي دي.

دغه ماکټ ،  یو ئې یوازې  له درو سوو چاپ شوو نمونو څخه ددغه ارزښتمن اثر په لادقیق بصری جذابیت، اندازې او سټایل  سره دی چې  په دغه نندارتون کې  نمایش ته کیښودل شوی دی. 

د Adeva Rare Collectibles شرکت نماینده  فلوریّن سټرولز  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ده قرآڼ یو داسې واقعي هنری اثر دی چې آیتونه پکې په نسخ شکسته خط سره  پر کاغذ  او  په طلائي پوخ سره لیکل شوي دي. هغه زیاته کړې ده ، دغه خطي نسخه داسې ښکلاوې لري چې  له تخیّل اوخیاله ورآځوا دي او  دنسخ خطي هنر په دنیا کې مخینه نه لري.

د هرې سورې سپرکي په آبی خط  او سره ډوله قهوهای خط سره په ډير ظرافت سره  او  په نقره ای اوآبی رنګونو سره د ګلاب  په ظریفو نقشو سره  او له یوه بله جلا شوي انداز سره لیکل شوي دي.

 د حروفو اندازه د ریاضۍ داصولو په اساس ده او  دالف اندازه  د مقیاس دیونټ په توګه  استفاده شوې ده.

سټرولزووئيل،  عمومي حروف تریوه اندازه د چپ په لور کاږه  دي ،  په متفکرانه انداز سره خوښ شوي دي  او دابن بواب له مکتب څځه  مختلف سټایل نندارې ته وړاندې کوي . هغه زیاته کړې ده ،د لومړۍ صفحې دپام وړ ځانګړنه ، د دوو سورو  په بې  مخینې  انداز سره خوښول دي چې دغه قرآن په یوه مختلف  هنري اثر بدلوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4179739

 

captcha