IQNA

د قطر دترټولو برلاسه کسانو د اتل سیالۍدنړۍ د غوره حافظانودسنجش لپاره یوفرصت دی

7:23 - November 07, 2023
د خبر لمبر: 3488231
ایکنا-(قطر) دترټولو غوره کسانو د اتل سیالي چې د قطر په دوحې کې روانه ده ، د الهی کلام د حافظانو د کړچار د کیفیّت دلوړتیا او د نړیوالو سیالیو د لومړي اتل دغوره کیدا د پيژندلو او قدرونې لپاره یو فرصت دی.

ایکنا نیوز د الرایه له قوله وائي،  د سیالیو دغه پړاؤ چې  د قطر دشیخ جاسم بن محمد بن ثاني  د قرآڼ کریم دسیالیو نړیواله برخه ده ، د نومبر له دولسمې نیټې ددغه هیواد په پلازمینې دوحې کې پیل شوې او د قطر د اسلامی چارو او اوقاف د وزارت له خوا ترسره کیږي.

د قطر په دوحې کې د  ترټولو غوره  کسانو د اتل د سیالیو په دوهم پړاؤ کې د سیالیو په خاطر د قرآڼ  کریم دنړیوالو سیالیو په لسګونو غوره کسان موجود دي.

 د قرآن کریم د  غوره اونامتو کارپيژاندو یوه ډله ئې د قاضیانو په پلاوي کې شامل دي چې د حفظ ،لهجې، او کړجار ارزونه کوي.  په قاضیانو کې  دپلاوی یو شمر او درې غړي  ئې دي.

 د مصر پخوانی شیخ القرا او ددغو سیالیو د پړاؤ دکمیټې مشر احمد عیشی المعصراوي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  دغه سیالۍ  خپله خاصه ځانګړنه لري، چې دا د قرآڼ له نورو نړیوالو سیالیو بیلوي. دغه بیلیدا اوفرق د هغو په پوښتونو کې په تیره بیا د قرآن د متشابهاتو  او  دنورو سورو له آیتونو سره د ځينو آیتونو  د ارتباط په باب  لیدل کیږي، چې  حفظ او بشپړ زده کړې ته اړتیا لري؛ همدغه راز  د قرآن کریم د ټکو دمعنو په باب  تفسیری پوښتنې  ددغو سیالیو  برخه دي. په دغو سیالیو کې  او  په مقدماتي مرحلې کې متوجه شوو چې دټولو حافظانو ترمینځ توپير شته دی ، ځیني  حفظ،برلاسی، کړچار او تیز هوش او د ځواب وئيلو لوړ قدرت لري.

 په مسجدالنبي کې د دینی علومو مدرس او د قاضیانود پلاوي غړي او د اسلامی معارفو اوقرآن پوهنځي مشر احمد علی السدیس هم ووئیل، دغه قرآني سیالۍ  یوه خاصه سیالي حسابیږي چې  په هغو کې  ددرستې نړۍ په قرآني سیالیو کې  لومړني  کسان شتون لري.

 هغه په دې په ټينګار سره چې   ددغه ډول قرآنی سیالیو ترسره کیدا  د حافظانو د ارتباط د پیاوړتیا لامل کیږي او دوي د قرآن کریم په مختلفو څانګو کې  سیالیو وړ  کوي ،روښآنه کړه ،قرآني سیالۍ  د لابرلاسه کسانو   د پيژندګلوۍ او ستاینې لپاره  ترسره کیږي او  دترټولو غوره کسانو د اتل  سیالي  د نړیوالو سیالیو د برلاسه او غوره  کسانو  دستاینو لپاره ده . دغه سیالۍ  د خپلې موخې له نظره  مختلفې او پخپل ډول اوپیغام کې بې مخینې  دي.

یادونه کیږي چې  دایران د اسلامی جمهوریت  په نمایندګۍ  په دغو سیالیو کې د ټول قرآن کریم حافظ  محمود نوروزي برخه اخلي.

https://iqna.ir/fa/news/4180202

 

captcha