ایکنا نیوز ددنیا نیوز له قوله راپور راکړ،د پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې په صوابۍ ضلعې کې اوسیدونکي یوه همت او انګیزه لرونکي معراج زمان هغه ارمان پوره شو چې ئې درلود، له مرګه مخکې پخپلو ګوتو د قرآن کریم یوه نسخه ولیکي او خپل هنر اوشوق پوره کړي او ځوانانو لپاره یو مثال شي.
معراج زمان په یولړ څرګندونو کې ووئيل چې له ډير وخت راهسې زما دا آرمان ؤ چې دغه کار ترسره کړم،چې همت مو وکړ او بلاخره خداي پاک راسره مرسته وکړه او د قرآن کریم پخپلو ګوتو سره لیکل مو بشپړ کړ. هغه ووئيل، اوس هڅه کوم چې دقرآڼ کریم له لفظي ژباړې سره ولیکم .
باید ووئيل شي چې د عمر په دغې برخې کې که څه هم د قرآن کریم په لاس سره لیکل یوه معجزه ده ،خو دځوانانو لپاره هم یوه لارښونه ده چې د انسان لپاره هیڅ کار مشکل نه دی یوازې همت او انګیزه او جذبه باید انسان ولرل شي. هغه په عین حال کې ووئيل د خداي پاک ډير منندوی دی چې دغه آرمان ئې پوره شو او اوس ئې آرمان دی چې د قرآن کریم لفظي ترجمه هم پخپلو ګوتو سره ولیکي .
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/768988_1