IQNA

د بالکان حوزې د هیوادونو د قرآن ځانګړی سیالیو نهائي مرحله نن ترسره کیږي

6:35 - November 11, 2023
د خبر لمبر: 3488249
ایکنا-(بالکان) د بالکان حوزې د هیوادونو د قرآن کریم ځانګړي نیړوالو سیالیو نهائي مرحله د لړم یا عقرب د میاشتې له شلمې یعني له ننه  د آلبانیه دپلازمینې تیرانا ښار د نړیوال هوټل د غونډو په هال کې  پیلږي او تر درو ورځو پورې به دوام ولري.

ایکنا دالجزیره آنلاین له قوله راپور راکړ، دغه سیالۍ په بوسنیا هرزیګوینیا کې د داسلامی چارود  وزارت  له نمایندګۍ سره اړنده د عربستان د سفارت ددینی چارو د برخې په همت سره ترسره کیږي.

په بالکان حوزې کې واقع له ۱۴هیوادونو څخه  د هلکانو او انجونو په دوو برخو  کې ۹۶ کسان په دغو سیالیو کې سره سیالي کوي.

د سیالیو په نهائي مرحلې کې  ګډون کونکي ، دمقدماتي مرحلې له سیالیو وروسته چې  د ۱۷۶۶قرانی حافظانو په ګډون سره ترسره شوي ،او ټاکل شوې ده ، دټول قرآن کریم  د حفظ په څلورو څانګوکې ،یعني د لس سپارو دحفظ ، د پنځو سپارو د حفظ  او د دوو سپارو دحفظ په برخو کې سره سیالۍ وکړي.

دغه سیالۍ  له قرآن کریم سره د ځوانانو اوزلمیانو د لازیات اونس و بلدتیا، د وحي د کلام د مینه والو  نسلي تربیت  او  دغه راز د ځوان نسل د دیني،علمي  او اخلاقي اړخونو د پیاوتیا  او همداراز د اسلامی هویّت د ساتلو لپاره د قرآن کریم د حفظ  اود دیني  علومو زده کولو ته د ځوانانو دهڅولو په موخې سره ترسره کیږي.

د بالکان ټاپو وزمې مسلمانان په وروستیو څو لسیزو کې د  واکمنو حکومتونو له خوا د خپل دیني هویّت له کلونو کلونو ځپلو وروسته  یوځل بیا  دغه اصلي هویّت ته په پراخه بڼه توجه کړې  او  ددې هویّت د احیاء لپاره ئې ډيرې هلې ځلې کړي دي . د اسلامی علومو د زده کولو او د تاریخی دیني هویّت د اساس څخه د خبریدا ترڅنګ د قرآن کریم  زده کول او د وحی د کلام حفظ کول ددغو هلوځلو یوه مهمه برخه ده .

باید ووئيل شي چې بالکان چې  بالکان ټاپو وزمه هم ورته وئيل  کیږي، د اروپا دجنوب تر ټولو  لویه او ختیّځه ټاپو وزمه ده . بالکان معمولا د البانیا، بوسني هرزیګوینیا ،بلغارستان ،کرویشیا،کوزوو،مونټه نګرو ،شمالی مقدونیه، رومانیه، صربستان اواسلوینیا  له هیوادونو  جوړه ده  چې  ددغو هیوادونو ټوله یا ځيني برخې  په دغې ټاپو وزمې کې واقع شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4180914 

captcha