ایکنانیوز د الرای له قوله راپور راکړ، د کویت دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دولسم پړاؤ کې ګډون کونکو د قرآن کریم دحفظ او تلاؤت په مختلفو څانګو کې په پنځمه ورځ هم سره سیالۍ وکړې او خپلې وړتیاوې ئې نندارې ته وړاندې کړې.
د کویت د قرآن دغه نړیوالې سیالس د نومبر په اتمه نیټه د کویت دمایر شیخ نواف الاحمد په ملاتړ سره پیل شوي او د نومبر تر۱۴ نیټې پورې دوام لري او په دغو سیالیو کې د نړۍ له اویاؤ هیوادونو استازي ګډون کوي.
دغه سیالۍ چې د ۱۲۱حافظانو اوقاریانو ترمینځ د سیالۍ شاهدې دي ، د قرآن کریم د قرائت دمعرفي کولو ، د قرآن کریم د حفظ لپار د سیالۍ د روحیې د پراختیا او د قرآن کریم حفظ کولو ته د نوي نسل د هڅولو په موخې سره ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې دایران نمایندګی هم د تحقیق دقرائت په څانګې کې امین عبدي کوي چې په څلورمه ورځ ئې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي دي . د سړیو د ټول حفظ په څانګې کې میلادعاشقي وابوالفضل میرابی ، د ماشومانود ټول قرآن دحفظ په څانګې کې دایران دوه نمایندګان په دغو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.