ایکنا د کویت د اوقافو وزارت د اطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ، د کویت دقرآن دنړیوالو سیالیو ددولسم پړاؤ په شپږمه ورځ د یمن یو ماشوم ګډون کونکی د سیالیو یوه ځلانده څيره وه.
دیمن دغه ګډون کونکی چې دکم عمره کسانو د ټول قرآن دحفظ په برخې کې ئې ګډون کړی ؤ ،د قاضیانو د پلاوي په وړاندې ئې د قرآن کریم په حفظ کې خپل مهارتونه نندارې ته په ښه توګه وړاندې کړئ شول.
د کویت ددغې سیالۍ د قاضیانو دپلاوي په وړاندې ددغه یمن وال ماشوم دځلانده شتون په باب یولنډ ویډیوئي فیلم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.