IQNA

په افغانستان کې دي د نجونوپرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

16:22 - November 16, 2023
د خبر لمبر: 3488282
ایکنا- (کابل ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو ډلې افغان نجونې له شپږم ټولګي وروسته خپلو زده کړو ته له دوام ورکولو منعه کړې او  څه موده وروسته یې په نجونو د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د افغانستنان د طالبانو دغه کړنې د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو لامل شوې، خو طالبانو په وار وار د اصلاحاتو او د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانیستلو ژمنه کړې ده، خو دا ژمنه لا تر اوسه نده پوره شوې او د نجونو پر زده کړو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه دوام لري.

  د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتری ژیرنف سره په کتنه کې افغانستان ته د روسیې د تحصیلی بورسونو د ورکړې له امله قدرداني کړې او زیاته کړې، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل د دې هېواد په پرمختګ حیاتی ارزښت لری.

حامد کرزي په داسې حال کې یو ځل بیا غوښتنه کړې چې افغان ښځې او نجونې دې د زده کړو حق څخه برخمنې شي چې د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکي به نن د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل ارزونه وړاندې کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141660

captcha