IQNA

امریکائي یهودیان وائي؛ دمونږ په نامې سره جنایت مه کوئ:

8:25 - November 19, 2023
د خبر لمبر: 3488292
ایکنا-(نیویارک)یو شمیر  امریکائي یهودي فعالانو  په انټرنیټي ټولنیزو چینلونو کې  د فلسطینیانو په ضد د اسرائیلو دجنایتونو په محکومولو سره د غزې د جنګ دپيښو په باب  دعمومی افکارو د غولولو او دوکه ورکولو لپاره د امریکائي صهیونیسټي  رسندویو رودې تشریح کړې.

ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ د امریکا د یهودی ټولنې ډير فعالان،په غزې کې د فلسطنیانو دعامې وژلې په محکومیت کې په درستې نړۍ کې له ډيرو یهودیانو له چغو سره یعني  د ؛ مونږ په نامې سره مه کوئ؛  په شعار سره ملګري شول  او په نیواکي فلسطین کې ئې  دنښتو دتاریخچې  په باب د ناسمو افکارو د القاء   او دهغوي د برین واشنګ کولو لپاره ئې د صهیونیسټي غورځنګ  رودې ایشوا کړې.

دغه کسانو دمګړئ د  خپلو دریځونو د خپرولو لپاره ټيګ ټاک ټونلیز چینل ته مخه کړې ده او  پر دې موضوع په ټينار سره چې  امریکائي او لویدیځي رسانۍ د دوي دلیدتوګو له بیانولو ډډه کوي  او  په دې زمینې کې یوه خاص لیدتوګه چې دروغ دي ، له رابرسیره کوي.

 یوه یهودي فعال  لیکلي دي؛ صهیونزم ،نشل وژنه ده ؛ له هغه څه چې  روان دي  ، د یهودي ټولنو  په نسبت د کرکې او نفرت  خورولولپاره  ناوړه استفاده مه کوئ ، صهیونزم له یهودیّت سره هیڅ  ربط او ارتباط نه لري.

د کلئوس ورلډ په نامې سره یوه بل یهودی فعال ، په ټيک ټاک کې له فلسطینیانو سره  خپل پیوستون اعلان کړی او په دوام کې ئې لیکلي دي، چې په متحده ایالاتو کې یهودیان  په دې باؤر سره روزل شوي دي چې یهودیّت صهیونزم دی؛ دیهودي هویّت  داسرائیلو د هیواد په معنا  دی او فلسطینیان ترهه ګر دي، په داسې حال کې چې  هیچا د اسرائيلو دنیواکګرۍ او نکبت په باب  دوي ته هیڅ خبره نه ده کړې او په دې اړه  له څه وئيلو هم ډډه کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4182434

captcha