
ایکنانیوز د مکې د اماراتو د اطلاع رسونې د خبری سایټ له قوله رآپور راکړ، دعربستان دعمومی امنیت ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د ناروغیو د خپریدا د مخنیوي په خاطر د مسجد الحرام د زیارتوالو لپاره له ماسکه د استفادې د ضرورت خبر ورکړی دی.
د عربستان د روغتیائي چارو د وزارت له خوا هم دعمومی خلکو لپاره له ټوکر څخه د جوړو شوو ماسکونو څخه د استفادې سره داړونده اطلاعاتو ددستور العملونو په خپرولو سره اطلاع رسولې ده.په دغو لارښونو کې د ماسکو د جوړولو ، د مناسب ټوکر د ټاکلو او د دهغود صاف ساتلو دڅرنګوالي په باب دستورالعملونه بیان شوي دي. په دغو توضیحاتو کې داهم وئيل شوي چې څوک دې دغه ماسکونو څخه استفاده ونه کړي.
د مکې داماراتو په ټولنیز چینل کې پرون دیو پوسټ په خپریدا سره د پاچائۍ د عمومي امنیت د ادارې له خوا د د عمرې په زیارتوالو کې د ناروغیو د خوریدا د مخنیوي لپاره په مسجد الحرام کې د ماسک داچولو خبر ورکړل شوی دی.
دغه سپارښتنه له دې یوه میاشت وروسته راغلې ده چې دعربستان عمومی امنیت ادارې د اکتوبر په ۲۲نیټه د مسجد النبي او مسجد الحرام د زیارتوالو لپاره له ماسکه داستفادې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
د انقلوئينزا دنوو ویرونو خپریدا او همداراز د کرونائي ویروس د نوو کړیَو ویره چې له کمزوري کیدا سره سره ډيره خوریدونکي بلا ده ، هغه عوامل دي چې د عربستان د ملی امنتی اوروغتیائي چارو مسئول ئې اړ کړي دي څو یو ځل بیا په مسجد الحرام او مسجد النبي کط د زیارتوالو لپاره له ماسکه استفاده ضروری اعلان کړي . داسې ښکاري ، ددغو ویروسونو دخوریدا ددوام په بڼه کې په مسجد الحرام او مسجد النبي کې د لازیاتو محدودونکو اقداماتو شاهدان هم کیدلی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4182758