IQNA

د یمن والو به لاس د کشتۍ درول د اسرائيلو اقتصاد ته لوي ګوزار دی

16:30 - November 21, 2023
د خبر لمبر: 3488308
ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د عمومي منشي مرستیال روښانه کړه،هغه څه چې یمن والو  ترسره کړل، یو میړنی او شجاع اقدام ؤ چې وې ښودله  اسلامی امت له ډيرو لوړو ظرفیّتونو برخمن دی.هغه کشتۍ چې  انصار الله غورځنګ مبارزان پرې مسلط شول،د هغه ډير لوي ګوزار پیلامه ده چې  د اسرائيلو اقتصاد به په شیشت کې راولي.

ایکنا نیوز د المسیره له قوله راپور راکړ، د لبنان دحزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم  نن غرمه په بیروت کې د قدس د لارې د شهیدو محصیلیونو  ددرنښت په دستورو کې  د اسرائيلي  کشتۍ په نیولو کې د یمن د وسلوالو ځواکونو اقدام وستایۀ.

شیخ نعیم قاسم په دې باب ووئيل،  هغه څه چې یمن والو ترسره کړل ، (د اسرائيلو دکشتۍ درول)یو میړنی اقدام ؤ  چې  وې ښودله اسلامی امت له ډير  ګټه ورو ظرفیّتونو څخه برخمن دی . هغه کشتي  چې د انصار الله ولسی غورځنګ مبارزان ورباندې مسلط شول ، د یوه ډیر لوي ګوازر پیلامه ده چې د اسرائيلو اقتصاد به ټارګټ کړي .

د  حزب الله غورځنګ مرستیال  په دوام کې ووئيل، یمن وال کلک هوډ لري  او  هیڅ شي نه ویرږیي،دوی له ۲۰۱۵کال څخه تل پاتې او کلک دریدلي دي  او مقاومت ئې کړی دی .

 هغه همداراز د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې  د ځينو عربو هیوادونو پر مشرانو په نیوکو سره ووئيل ،  عربی او اسلامی هیوادونه باید حتی که شي د دښمن په آزارولو او کړؤلو کې ډيره لږه ونډه  ولري . دا چې  عربی هیوادونه  دغزې خلکو ته یوازې خواړه او شیان ورکړي، څو  ځان نوره معاف وبریښوي ، نو داکافی نه ده . 

شیخ نعیم قاسم   همداراز ټينګار وکړ،  د مقاومتي چورلیز دمبارزانو بریالیتوب  په داسې شرائطو کې  رامینځةکیږي چې دښمن ونه توانیږي ، خپلې موخې پوره کړي  او دحماس او مقاومت د نابودۍ لپاره دښمن  هڅه د پوره کیدا وړ نه ده . د لبنان د حزب الله  غورځنګ  دغه لوړ پوړي مسئول مقام  په عین  حال کې ټينګار وکړ، د غزې په ضد دې جنګ بند کړي ،ددې په ځاي چې له مونږه وغواړي،  د نښتو لمن پراخه نه کړو، او  جنګ یوازې غزې ته محدود باقي پاتې شي، دا هیڅکله هم  د منلو وړ نه ده باید دغزې جنګ ودرول شي ، بیا نوره خبرې ممکنه کیدلی شي

https://iqna.ir/fa/news/4183325/

captcha