IQNA

صهیونیسټ رژيم د طوفان الاقصی دعملیاتو سخت ګوزار خوړل نشی جبرانولی

16:18 - November 22, 2023
د خبر لمبر: 3488314
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم رهبروویل وحشي صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی په عملیات کې د حماس د غورځنګ له خوا ناک اوټ شوی او خپله ماته نه شي جبرانولای.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن په تهران کې د ایران له ملي ورزشکارانو او اتلانو سره، په کتنه کې د غزې ناؤرین په هکله وویل: صهیونیستي رژیم د حماس له لورې ناک اوټ شوی دی، دغه رژیم نه د یوه هیواد بلکې د یوې ډلې په وړاندې چي له محدودو امکاناتو څخه برخمنه ده  سخته ماته خوړلې ده.

هغوی د دغه ماتې د فشار او د شرم له سیورې د وتلو لپاره د صهیونیست رژیم بې وسی ته په اشارې سره، زیاته کړه: صهیونیستان د خپلې ماتې د جبرانولو لپاره په روغتونونو او ښوونځیو باندې په بمبار سره، غواړي خپل قدرت ښکاره کړي لیکن دا کار داسي دی لکه چي یو مبارز په میدان کې ماته خوړلی وي او بیا وروسته له میدانه بهر د خپل سیال پلویانو سره شخړه او جګړه وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په ټينګار سره چي د صهیونیستي رژیم درنه ماته په دغو جنایاتو او وژنو سره نه جبرانیږي، وویل: اسرائیلی رژیم دې پوه شي چي دا ظلمونه او زور زیاتی بې ځوابه نه پاتې کیږي او بمبارونه به نور هم د دغه نیواک ګر رژیم عمر لنډ کړي.

ایت الله خامنه ای د ایرانيو ورزښکارانو له لورې له صهیونیستي  ورزشکارانو سره له مقابلې څخه د ډډه کولو په ستاینې سره، زیاته کړه: نن سبا ټوله نړۍ پوهه شوه چي ولي ایراني ورزښکاران له خپلو صهیونیستانو سیالانو سره له مقابلې څخه ډډه کوي، ځکه چي صهیونیستي ورزښکاران د یوه ظالم او نیواک ګر رژیم په استازولی د لوبو میدان ته راځي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141948

captcha