IQNA

یو کلیوال نابغه؛د مصر په ریډیو کې له ځلیدا رانیولې د ملګرملتو په صحن کې تر تلاؤت پورې(فیلم)

7:06 - November 25, 2023
د خبر لمبر: 3488321
ایکنا-(قاهره) د طنطا کلی د اوسیدونکو د لیک لوست دزده کونکې په دود او دستور سره د مصر یو ۴کلیوال ؤ  چې  مکتب خانې ته وارد شو او همدلته ئې په لومړي ځل  خپلې قرآني وړتیاوې وځلولې .  په هغه نبوغ سره چې ئې درلود،په اته کلنۍ کې  دقرآن حافظ شو او د مصر د قرآن په ریډیو کې ئې تر څلیدا پورې له ډيرو ټيټو هسکو ډکه لاره کچ کړه او  بیا  ظې د قرآن د سفیر په توګه دوام ورکړ،اوس مصریان  هغه د ملګروملتو په صحن کې د یوازیني او ترټولو وروستي  قاري په توګه پيژندي.

ایکنانیوز د الحصری  اطلاع رسونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، ۱۰۶ مخکې  محمود خلیل الحصری  د ۱۳۳۵قمری کال د ذی الحجې په لومړۍ نیټه  یعني د ۱۹۷۱ کال د ستمبر په اولسمه نیټّ  د مصر په لویدیځي ولایت طنطا مرکز شبر النملة کلي کې زیږیدلی ؤ.

۴ کلن ؤ چې  د کلي قرآني مکتب خانې ته وارد شو او په هغه نبوغ سره چې د قرآن کریم د حفظ  کې ئې درلود، یوازې په څلورو کلونو کې  د قرآن کریم په حفظ کولو کې بریالي شو او په الازهر کې ئې زده کړې ته دوام ورکړ او له هغه ځایه په ډير په زړه پورې غږ او له قرآڼ سره  دانس په خاطر، ئې د قرآني علومو  زده کولو لارې ته مخه کړه.

 محمود   خپل ډير زیار کښ پلار خلیل د مهارت په خاطر، چې په حصیرباف مشهور ؤ ،الحصری مشهور شو او دعمر تر پاي پورې په دغه لقب سره یادید.

محمود خلیل  دقرآن قرائت پخپل زیږنځاي   شبر النملة  کلي کې  پیل کړ او په لومړي ځل  پّ کفر الشیخ کې ،یعني له کلي په بهر یو ځاي کې  ئې  قرآني محفل په خاطر درې شپې تیرې کړې. 

هغه په ۱۳۶۴قمری کال کې  د مصر د ریډیو په امتحان ورکونکو کې لومړي مقام ترلاسه کړ. وروسته  قاری  مسجدالاحمدي(۱۳۷۰ق ه)  او څوکاله وروسته  د قاهرې په راس الحسین جومات کې  قاري شو .(۱۳۷۵-۱۳۸۱ق ه ) پورې ئې د قاریانو دمرکز مشري په غاړه درلوده.

هغه لومړنی کس ؤ چې په ۱۳۸۱قمری کال کې ئې د خپل قرآني تلاؤت غږ له عاصم څخه په حفص روایت سره ریکارډ او د مصر  قرآن ریډیو  کابو تر لسو کلونو پورې د هغه تلاؤت په خاص ډول خپور کړ.

 ایکنا نیوز په دوام کې د خلیل الحصری د تلاؤتونو یوه ډيره کمه موندونکي ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کوي  چې د حجرات مبارکې سورې  له ۳ تر ۵پورې آیتونه ئې تلاؤت کړي دي.

محمد خلیل الحصری په ۱۳۸۸قمری کال کې د مصر د قاریانو د اتحادئې مشری په غاړه درلوده او  د مصر له نورو مشهورو قاریانو ،استاد مصطفی اسماعیل ، استاد عبدالباسط  او استاد محمود علی البناء سره د مصر مشهور تلاؤتونه  په ۱۳۹۰قمری کال  کې ریکارډ اوضبط کړل.

 په ۱۹۵۶ کال کې  سعودي عربستان حکومت هغه  متکې ته د بریښنا د ورود په پرانیستونکو دستورو کې  ګډون ته دعوت کړ او په ۱۹۶۰ کال کې  هغه لومړني قرآنی سفیر ؤ چې  دهند او پاکستان  د مسلمانانو لیدو ته ورغی  او د هند په لومړني اسلامی کنفرانس کې ئې تلاؤت وکړ.

 په ۱۹۶۳کال کې محمود خلیل الحصری  په هغه سفر کې چې کویت ته ئې درلود، د قرآن کریم هغه نسخې ترلاسه کړې چې په ۱۹۷۳ کال کې  شیخ محمود خلیل الحصری  امریکا ته پخپل دوهم سفر کې  د قرآن کریم  دتلاؤت  د پروګرام له اجرا وروسته  اتلس امریکائي سړي او ښځې  دهغه د اجرا تر اغیزو لاندې  اسلام ته ګروهمنې شوې او د  استاد الحصری په شتون کې ئې شهادتین ادا کړل.

استاد الحصری په ۱۹۷۵ کال کې د لومړي ځل لپاره  په نړۍ کې  قرآن کریم  له تفسیر سره یو ځاي  وړاندې کړ چې په ؛ مصحف وعظ؛ مشهور دی .

 هغه په ۱۹۷۷کال کې د قرآن لومړنی سفیر ؤ چې د عربی اواسلامی  پلاؤ په غوښتې سره  ئې په ملګروملتو کې د قرآن کریم تلاؤت وکړ او  هغلته ئې د امریکا د وخت ولسمشر جمی کارټر سره لیده کاته وکړل  او  ددغې اسمبلس  تر ټولو لومړنۍ او وروستۍ حاضر قاري ؤ. 

محمود خلیل الحصری  په ۱۹۷۸کال کې  دلومړي ځل لپاره  د لندن د پاجائۍ په مانۍ کې  د قرآن کریم تلاؤت وکړ اوامریکا ته ئې  د الازهر له یوه پلاوي سره  یو ځاي په یوه سفر کې  د ماسپښین لمونځ د قایمولو لپاره په کانګرس کې آذان وکړ. هغه د ټولو اسلامی او عربی هیوادونو او همداراز روسیې ،چین ،سویس ،کینیډآ او دنړۍ  لازیاتو پلازمینو ته د  د مصر دقرآڼ د سفیر  په توګه  سفرونه وکړل او د نړۍ د رهبرانو له  تاوده هرکلي سره مخ شو

 هغه دغه راز وصیَت کړی چې  دهغه دشتمنیو  او مال په درو کې یوه برخه  د قرآن دخدممت ، دخدای دکلام دحفظ  او خیریه چار دخدمت په لاره کې ولګول شي.

 هغه په ۴۳کلنۍ کې   په داسې ورځ  یعنی د ۱۹۸۰کال د نومبر په ۲۴ نیټه  په هغه سفر کې چې کویت ته ئې درلود، د ماسخوتن لمانخّه له ادا کولو وروسته  له نړۍ سترګې پټې کړې .

ایکنا نیوز ددغه لوي قرآني شخصیټ استاد محمود خلیل الحصری  څخه په یادګار پاتې ځيني شخصي وسایل  دهغه په شخصي میوزیم کې ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

 

 

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل + فیلم و عکس



نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

نابغه روستایی؛ از درخشش در رادیو قرآن مصر تا تلاوت در صحن سازمان ملل

  

https://iqna.ir/fa/news/4183464

 

captcha