ایکنانیوزله عراقه راپور راکړ، دایران داسلامی جمهوریت یو خوشنویس عزیزالله آذرنګ دحضرت امام حسین علیه السلام دمقدس آستان د تبلیغاتو دنړیوال مرکز او قرآنی چارو د مرستیال په غږملونې سره په لاس لیکلي یوه نسخه دغه مقدس آستان ته ډالۍ کړه.
دغه ایراني خوشنویس دغه ډالۍ د حسینی مقدس آستان له متولی شیخ عبدالمهدي الکربلائي سرد پوښتنې او عیات په وخت او د حسینی مقدس آستان د قرآني چارو د مرستیال او یو شمیر نورو اړونده مسئولانو په شتون سره هغه ته ډالۍ کړه.
آذرنګ د قرآڼ کریم د دغې خطي نسخې دترټولو غوره ځانګړنې په بیانولو سره ووئيل، دقرآن کریم ددغې نسخې کتابت په داوامدار ډول په یولسو میاشتو کې ترسره شو او په نسخ خط سره او ۳۰په ۴۰ کې په ترټولو ښه کاغذ باندې د مسو له ډير ظریف قلم څخه په استفادې سره ترسره شوی دی او په ښکلا کې له طبیعی ډول ډول رنګونو څخه استفاده شوې او په لومړنیو درو صفحو کې دسورو پر نامو سربیره ، ددآیتونو د شمیرو په چوکاټ کې هم د طلا له اوبو څخه استفاده شوې ده.
هغه دې ته په اشارې سره چې د قرآن کریم وزن شلو کلوګراموته رسیږي ووئيل، د دغه قرآن د خطي نسخې دلرګین ښکلي کړي شوي جعبه یا ډبي وزن هم اوه کلوګرامه دی چې د روسیې ترټولو ښه لرګي او په ترټولو ښه ډول ښکلاؤ سره پوښل شوی دی اود جعبې دبرابرولو دغه ټول کار په اصفهان کې ترسره شوی دی.
ددغه مصحف دهرکلی دستورې دحضرت امام حسین علیه السلام په سپيڅلی حرم کې او په خاصو آدابو سره شوی او د حرم زیارتوالو هم ورڅځه تبرّک ترلاسه کړی او له عزیزالله آذرنګ څخه هم په هماغه ځاي کې د امام حسین علیه السلام د حرم د بیرغ په هدیه کولو سره ستاینه اوقدرونه شوې ده.