ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور ارکړ، د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق په یوې وینا کې له فلسطین سره د پاکستان مرستو ته په اشارې سره ووئيل ، پاکستانیان فلسطین ته د اسرائيلو په ضد دجهاد لپاره تلو ته تیار دي.
د پاکستان دجماعت اسلامی مشر د پنجاب صوبې په جامپور کې په مین چوک کې لسګونو زره خلکو په ټول کې چې د فلسطین له مظلوم ولس سره د پیوستون په دوام کې ترسره شوی ، ووئيل ، د فلسطین جنګ د ټاټوبی جنګ نه دی ،دغه جنګ یوازې داسلام لپاره جنګ دی ، فلسطنیان خپل ژوند ورکولو ته تیار دي خو د مریّتوب ژوند ته حاضر نه دي.
وحشي صهیونیسټي رژيم دنړیوالو دباؤنو له امله په غزې باندې بې آمانه بمبارۍ او یرغلونه چې د اکتوبر په اومه ئې له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته پیل کړي ،درولی دي او یوه لنډمهاله اور بند ته مجبور شوی دی البته اوریدل کیږي چې دغه اور بند چې دوهم ځل لپاره هم دوه ورځو لپاره تمدید شوی ،بیا دنهو ورځو لپاره تمدید شي.