IQNA

 د قرآني سیالیو ترڅنګ د خراسان شمالی د قرآن نندارتون(انځوریزراپور)

7:09 - December 02, 2023
د خبر لمبر: 3488354
ایکنا-(تهران) د ایران د خراسان شمالی ولایت د قرآني او کلتوري محصولاتو نندارتون، د بجنورد ښار د داریوش کلتوری او هستوګنې په کمپلیکس کې دقرآن کریم د شپږڅلویښتمو عمومی سیالیو په یوې برخې کې جوړ شوی دی.

ایکنانیوز له بجنورده راپور راکړ،د ایران د بجنورد ښار د داریوس په کلتوری او هستوګنې کمپلیکس کې  داوقافو او خیریه چارو د ادارې له خوا د قرآن کریم دعمومی سیالیو شپږڅلویښتم  پړاؤ د نهائي مرحلې د سیالیو له پيلیدا سره په یووخت ددغو سیالیو په یوې برخې ېک د قرآني ،کلتوری او لاسیي صنائعو  د محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی دی.

په دغه نندارتون کې د ماشومانو برخه ،د ولایت داوقافو د ادارې د قرآني چارو او وقف شووبریاؤ برخه  او د قالیو، څرمنې او ټوکرو په څير د شمالی خراسان  د لاسي صنائعو برخه، د بجنوردیانو،  او د سیالیو په دغه پړاؤ کې د ګډون کونکو او مینه والو نندارې ته وړاندې شوي دي

د شمالی خراسان ولایت د بجنورد او نورو ولسوالیو اوسیدونکو د سیالیو په هال کې د شتون په وخت او د دعا لوستونکو،آذان کونکو،مداحانو د ډلو ،قاریانو او حافظانو کتونکی د جابنی نندارتون  مختلفې برخې کتلی شي .د ماشومانو برخه دکورنیوډیره د پام ورګرځيدلې ده.

نمایشگاه قرآن خراسان شمالی

یاده دې وی چې د قرآن کریم دعمومي سیالیو شپږڅلویښتم پړاؤ د ایران د خراسان شمالي ولایت په بجنورد ښار کې د لیندۍ له نهمې نیټې تر اتلسمې نیټې پورې  او د اوقافو او خیریه چارو د ادارط د قرآني  چارو د مرکز په همت سره ترسره کیږي.

هتل بجنورد

نمایشگاه قرآن

نمایشگاه قرآن خراسان شمالی در حاشیه مسابقات قرآن + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4185107

captcha