IQNA

په غږیزې برخې کې د قرآن دعمومی سیالیو شپږمه ورځ

16:20 - December 05, 2023
د خبر لمبر: 3488378
ایکنا-(تهران)د قرآڼ کریم دعمومی سیالیو شبږڅلویښتم پړاؤ په شپږمه ورځد حفظ او قرائت په څانګو کې د برلاسه رتبو د ترلاسه کولو لپاره د ۲۱ښاغلو او د ۱۸ آغلو د سیالۍ  په برخې کې د ځاي سیالیو ورځ ده.

ایکنانیوز له بجنوره راپور راکړ،د قرآن کریم د عمومي سیالیوشپږڅلویښتم پړاؤ دنهائي مرحلې  په شپږمه ورځ نن د ښاغلو په برخې کې د ۲۱کسانو په اجرا سره  او د د ۱۸آغلو په شتون سره د بجنورد په داریوش  هوټل او پيټروکیمیکل کمپلیکس کې روان دی.

د میرمنو په برخې کې به  ، پنځه مرتل،څلور  د شلو سپارو حافظان  او څلور قاریان او پنځه  حافظان د ټول قرآن کریم  داجرا په برخې کې سیالي وکړي.

دغه میرمنې د  خوزستان، لرستان، اردبیل، خراسان رضوي ، او مرکزی  او همداراز د ګیلان، سمنان، مازنداران ، اصفهان ، فارس قم او تهران  څخه په شلو سپارو  او د  ټولو  قرآن په حفظ کې  سره سیالۍ کوي.

همداراز د ښاغلو په برخې کې  هم پنځه مرتل ، څلور د شلو سپارو حافظان او د ټول قرآن  هم شپږقاریان او شپږحافظان اجرا ترسره کړي. 

باید ووئيل، د قرآن کریم د عمومی سیالیو شپږڅلویښتم پړاؤ د لیندۍ د میاشتې له  نهمې تر اتلسمې نیټې پورې د ښاغلو اوآغلو په دوو برخو کې د اوقافو  او دخیریه چارو د  ادارط د قرآنی چارو د مرکز په همت سره  د ایران په بجنورد ښار کې ترسره کیږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4186086/

captcha