ایکنانیوز دالسبق عربستان ورځپاڼې له قوله راپور راکړ، د کې مکرمې ښار په درې کلومیټرۍ کې د نور غره په لمن کې د حِراء کوڅې کلچرل سنټر اعلان کړی دی چې د غره د نړیوالې ورځې په مناسبت د حِراء غر ته ورتلونوری لارې لومړنی فیزپه جبل النور کې د یوه پاخه سړک له لارې افتتاح شوې چې د حاجیانو د ورتلو وخت تر پنځلسو منټو پورې لنډوي.
دعربستان اړونده حکومتي چارواکو له دې مخکې وئيلي وو، چې په یوې نوي عمراني پروژې کې چې دهغوی په تعبیر ددغه هیواد کلتوری میراث او ټوریزم بډاي کوي، د اوسنۍ کږې وږې اوخطرناکې خاکي لارې په ځای ئې حِرا غر ته د تلو لپاره نوي پاخه لاره جوړه کړې ده.
د حِرا کوڅې په کلچرل سنټرکې د حاجیانو دهرکلي مرکز ،او د وحي د روایت یونندارتونو او د قرآن کریم میوزیم شته دي چې د حاجیانو او عمره کونکو لپازه د ټوریزم او کلتوري برخو او د قرآن کریم ترټولو نفسیې خطي نسخې پکې ساتل کیږي.
د اړونده مسئولانو په وینا ، ددغې پروژې په پرانیستې پسې په نوي لارې کې د حاجیانواو سیلانیانو د تلو راتلو لپاره دټرانسپورټ ځانګړي پروژه په نظر کې نیول شوې ده او پخوانۍ کږه وږه او خطرناکه لار به بنده شی . همداراز د بوډاګانو لپاره به هم تګ راتګ لا آسان شي.
دا به غار حِرا ته تلونکی یوازینۍ لاره وي او د آرام کولو او په آسانۍ سره دتګ راتګ لپاهر د ځایونو او د پیاده کسانو دلارښونې لپاره نښې او بورډونه او همداراز کنټرولونکي کیمرې هم کارول شوي دي.
د مکې مکرمې سیمې امیر خالد الفیصل په ۱۳۹۹کال کې په مکې ښار کې د حِرا اوثور غړونو د دوو پروژود پراختیا فرمان صادر کړی ؤ اودکرونائي بحران خوریدا ته په پام سره او د حاجیانو دشمیر کمیدا په پام سره ئې ددغو پروژو په اجرا کې د لاچټکټیا غوښتنه کړې وه.
ایکنانیوز ددغې نوي لارې یو فیلم همه ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4188197