ایکنا نیوز راپور ورکوي، داسلامی انقلاب ستر لارښود د خپلې یوې وینا په یوې برخې کې د قرآن کریم د ؛حشر ؛سورې د نولسم آیت په یوې برخې په استناد سره فرمائي ؛ خداوندمتعال د هغو کسانو لپاره چې هغه یاد هیروي ،فرمائي؛ نَسُوا اللَهَ فَاَنساهُم اَنفُسَهُم؛ دوي خدای هیر کړی دی، خدای هم دوی له خپل ځانه غافل کړي دی ،خپل خصوصیات، د هر کس، هر ملت، هرې ټولګې لپاره یو لازمي امر دی::: د ټول ایت متن داسې دی ؛ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ»
؛ او لکه څخه هغه کسان یاست چې خداي مو هیر کړی دی او هغه (هم ) دوي له ځان هیرونې سره مخ کړی دی ،دوي هماغه نافرمانه دي.::
په دغه آیت کې خداوندمتعال خپلو بندګانو څخه غواړي ، دخداوندمتعال د هیرونکو ډلې برخه نه شئ څو خداي مو له ځان هیرونې سره مخامخ نه کړي. ددغه ډلې کسانو روښانه مصداق ، منافقان و ریاکار دي . دغه خبرداری ، په دې معنا نه دی چې خداي تعالی هیرونکی دی ،بلکې په دې معنا دی چې خداوندمتعال له هغوي خپل لطف غړوي او دغه ډله د پروردګار له نطف اومهربانۍ محرومیږي.
په حقیقت کې دغه آیت د انسان له خواد دخداي له یاده د غفلت هغه لوی خطر او ګواښ بیانونکی دی چې د حیوانیّت او حتی په قرآنی تعبیر سره «كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ» له حیوانیّت څخه هم لا لاندې مرحلې ته د انسان د ځوړتیا ونسکوریدا سبب کیږي.
څوک چې خدای هیروي ، نو په طبیعي توګه یو بې لارې، بې رهبرۍ ،بې هدفه ،بې قانونه کس او په شهواتو کې ډوب کس دی او دهغه ټول کړچار او اهداف شلیقه اي او دخپلو هوسونو او ګروهنو په اساس کیږی او دا دانسان لپاره ترټولو لویه خطره ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم ددغه آیت په باب پخپلې یوې وینا کې فرمائي ؛ انسانان له خداوندمتعال څخه د غفلت له امله چې دهستۍ حقیت او روح دی، د هغوي له زړونو خپل حقیقت او شان وباسي او غافل کوي ئې ؛ نسوااللَّه فانساهم انفسهم». اوس د بشریّت لوی درد اوکړاؤ دا دی. انسانان له خدای متعال څخه په غلفت سره له خپل ځانه هم غافل شوي دی. په مادی پړَک پړوک او امکاناتو کې د انسان اړتیاوې ، د انسان حقیقت او د انسان دخلقت اهداف ئې په کلي توګه له یاده وتلی دي ) (د ۱۳۸۳ کال د لیندۍ په دیرشمه ، دحج د چارواکو په ټول کې وینا)
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنهاي په یوې بلې وینا کې هم په قرآن کریم کې ؛نیسان؛ ټکي ته په اشارې سره فرمائي؛ هغه شی چې له هرڅه زیات لړزونکی دی ،د نفس نسیان دی:
د نفس د نسیان معنا دا ده چې انسان له خپل هویټ ، دخپل وجود له هدف ، د خپل روح اوزړه او باطن څخه غفلت وکړي او له هیرونې سره مخ شي.
پر دې اساس له دغه آیته داسې نتیجه اخستلی شو چې ؛