IQNA

د ښځې په باب د اسلام نظر منطقي او استدلالي دی

16:35 - December 27, 2023
د خبر لمبر: 3488483
ایکنا- د اسلامي انقلاب معظم رهبر: د ښځو مسئله د اسلام له مهمو ټکو څخه ده او باید داسې فکر ونه شي چې مونږ باید د میرمنو په مسئله کښې لویدیځ ته ځواب ورکړو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب معظم رهبر د زرګونو ښځو او نجونو په غونډه کې دوی په کورنۍ کې د ښځو د موجودیت د بېلابېلو ابعادو او په ټولنه، سیاست او مدیریت کې د هغوی د لامحدود فعالیت په اړه د اسلام منطقي او عقلاني نظر څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې په اسلام کې د ښځو د موجودیت لاره هواره شوې ده. د ښځو لپاره هر ډول ټولنیز فعالیت د نارینه وو په څیر خلاص دی، په دې شرط چې دوه مهم حساسیتونه لیدل کیږي یعنې د کورنۍ مسئله او د جنسي جاذبې خطر ته پاملرنه.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن چهارشنبه سهار په دغه کتنه کښې چې د حضرت فاطمه زهرا (س) د زوکړې د کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، د دواړو جهانونو د میرمنې د شخصیت عظمت د نه پوهیدو وړ وباله او زیاته یې کړه: : د يو صحيح حديث له مخې د حضرت فاطمه زهرا (س) له غضب څخه د خداى غصه راپاريږي او د هغې په ​​رضا، راضي کيږي، او د انسان لپاره له دې څخه لوړ د هيڅ فضيلت تصور نه شي کيداى؛ نو هر هغه څوک چې رضا غواړي په کورنۍ  کښې او د لور، مور، مېرمنې په موقعیت  او د ټولنې او سیاست په ډګر کې باید د هغې بي پي په سپارښتنو، درسونو او لارښوونو عمل وکړي.

حضرت ایت حضرت آیت الله العظمی خامنه ای د ښځې هویت، د هغې ارزښتونه، حقوق، دندې، ازادۍ او محدودیتونه یوه حیاتي او ډیره ټاکونکې مسله وبلله او ویې ویل، د دې مهمې مسئلې په اړه په نړۍ کې دوه عمومي غربي او اسلامي  تګلارې شته چې د یو بل اپوټه هم دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ښځو په موضوع کښې له خبرو اترو څخه د لويديځ د تمدن او کلتوري نظام ډډه کولو ته په اشارې سره زياته کړه: لويديځوال له دې امله چې د ښځو په باره کښې هيڅ منطق نه لري کوشش کوي چې د هرې پوښتنې او موضوع په وړاندې خپله خبره په لانجې او شورماشور، د سیاسي او غیرسیاسي کسانو په اخیستو او له ادبیاتو، هنر او مجازي فضا څخه په اوزاري استفادې او په ښځو پورې په اړوندو نړیوالو مرکزونو باندې په تسلط سره مخ ته بوځي.

حضرت آیت الله  العظمی خامنه ای په لویدیځ کښې د اخلاقی فساد ویرونکو رسمي احصایو ته په اشارې سره وویل: ولې هره مسله چې کورنۍ تباه کوی په لویدیځ کښې ډیره مطرح کیږی او له بلې خوا په سترناکو ښځو باندې له معترضانو سره جدي چلند او د هغوي غندنه نه کیږي.

هغه د ښځو د مسئلې په اړه د اسلام تګلاره د غربي تګلارو په مقابل کې منطقي او عقلاني وبلله او زیاته یې کړه: د ښځو مسئله د اسلام له مهمو ټکو څخه ده او باید داسې فکر ونه شي چې مونږ باید د میرمنو په مسئله کښې ځواب ورکړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کرامت او انساني ارزښتونو په مسئله کښې د ښځې او سړي برابري د اسلام د قوي او عقلي منطق يوه برخه وبلله او وې فرمايل: په انساني ارزښتونو او معنوي عروج کښې نارینه او ښځینه په هیڅ توګه په یو بل برتري نه لري. او دواړه یو شان استعداد لري او د دوی د خپلو هڅو له مخې د معنوي عروج مرتبو ته رسیدې شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143862

captcha