IQNA

پاکستان د مذهبي ازادیو په هکله د امریکا راپور مغرضانه وباله

14:46 - January 09, 2024
د خبر لمبر: 3488548
ایکنا-د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه اسلام ا باد باوري دی له اسلام څخه د خلکو له ویرولو ، د مذهبي ازادیو او له پردیو څخه د ویرولو په هکله مشکلات د متقابل احترام د درکولو پراساس د ډله ئیزو هڅو او د رغنده تعامل له لارې حل کولای شو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو د خلاف ورزۍ کونکو هیوادونو په فهرست کښې د امریکا لخوا د پاکستان د نوم د شاملولو په ردولو سره د دغه راپور معلومات مغرضانه وبلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون مازیګر په یوې بیانیې کښې په نورو هیوادونو کښې د مذهبي ازادیو په راپور او د پاکستان په هکله د واشنګټن د اندیښنې په څرګندولو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل اسلام اباد امریکا ته د خپلې اندیښنې په انتقالو سره ویلي دي چې دا ډول خپل سري ، یواړخیزه او له توپیر څخه ډک کړچارونه اپوټه نتیجه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه اسلام ا باد باوري دی له اسلام څخه د خلکو له ویرولو ، د مذهبي ازادیو او له پردیو څخه د ویرولو په هکله مشکلات د متقابل احترام د درکولو پراساس د ډله ئیزو هڅو او د رغنده تعامل له لارې حل کولای شو.

د ویلو ده چې په پاکستان کښې له تیرو لسګونو کلونو راهسې له مذهبي اقلیتونو په تیره بیا شیعه مسلمانانو سره زیات ظلمونه کیږي او هره ورځ د پاکستان په یوې نه  یوې سیمې او ښار کښې د شیعه مسلمانانو ځینې غړي د ترهګرو ډلو په تیره بیا د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي او نورو ټروریسټي ډلو لخوا وژل کیږي او تراوسه د دغو ډلو هیڅ غړي ته کومه سزا نه ده ورکړل شوي.

څو ورځې مخکې هم د پاکستان د پاره چنار سیمې په دوو ګاډو باندې په صده سیمه کښې د ترهګرو کسانو لخوا چې حکومت ته معلوم دي ډزې وشوې چې له کبله یې نهه بې ګناه کسان وژل شوي وو.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144458

 

captcha