IQNA

په یمن د امریکا او انګلستان د حملو په ضد په مختلفو هیوادونو کې مظاهرې شوي دي

8:26 - January 13, 2024
د خبر لمبر: 3488560
ایکنا – واشنګټن، نیویارک ،پاکستان، هندوستان، او دیمن په مختلفو ښارونو کې  په یمن باندې د امریکا او انګلستان د حملو په محکومیّت کې سترې  او ډيرې مظاهرې شوي دي.

ایکنا نیوز+ واشنګټن،نیویارک ،پاکستان هندوستان او د یمن  مختلف ښارونه  په یمن د امریکا او انګلستان د حملو په محکومیّت کې د ډيرو مظاهرو دترسره کیدا شاهد دي.

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ د مورچلو او تاسیساتو په ضد دامریکا او دهغې د متحدانو  د شپې مهال حملو باندې  اعتراض کونکو د سپينې ماڼۍ په وړاندې هم مظاهره وکړه.

نړیوالو رسندویو د جمعې په سهار وختي  د یمن په څو ولایتونو کې پر کابو شپیتو ځایونو باندې د انګلستان او امریکا د مشترکو حملو خبر ورکړی دی.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی دی ،  ددغو حملو په پاب  دراپورونو په خپریدا پسې،   دپنجشنبې په شپه او دجمعې په سهار وختي  اعتراض کونکي د سپينې ماڼۍ په وړاندې غونډ شول  او دلویدیځي آسیا په حوزې کې ئې دنښتو ددریدا غوښتنه وکړه.

اعتراض کونکو  په غزې کې د جنګ د ختمیدا پر غوښتې سربیره  همداراز د واشنګټن  پر چارواکو  هم غږ وکړ، چې ؛ په یمن کې دې دمداخلت نه کوي.؛:::

دغه راپور ښئ،د امریکا  پولیس  ددغو مظاهرو وآخوا ته ورغلل ،البته کومه نښته او اخ وډب نه دی رامینځةشوی

له بل پلوه د قطر الجزیره ټيلیویژنی چينل راپور ورکړ چې دیمن په لکونو خلکو د امریکا او انګلستان د  وحشي ډوله حملو په محکومیت کې  او د وحشي صهیونیسټي رژیم په ضد د غزې  د مظلومو خلکو  د مقاومت په ملاتړ کې واټونو ته راووتل او سترې مظاهرې ئې وکړې ،همداراز پرون دجمعې لمانځه وروسته  د ایران داسلامی جمهوریت د تهران پشمول په زیاترو ښارونو کې خودجوشه خلکو  دامریکا او انګلستان  ددغه وحشي ډوله  اقدام په ضد مظاهرې وکړې  او همداراز راپورونه ښئ چې په  عراق ،پاکستان ،هندوستان او ځينو نورو ښارونو کې هم د جمعې لماځه له ادا کیدا وروسته  دامریکا او انګلستان ددغو اقداماتو په ضد سترې مظاهرې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4193509  

captcha